ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: د افغاني غاليو صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دى

سوداګر: د افغاني غاليو صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دى

author avatar
28 Feb 2012 - 14:41
سوداګر: د افغاني غاليو صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دى
author avatar
28 Feb 2012 - 14:41

کابل (پژواک ٩ کب ٩٠): صنعتي ټولنې او سوداګر له افغان دولت څخه د غاليو صنعت ته، چې په تېرو شپږو کلونو کې يې په توليد او صادراتو کې ٧٥ سلنه کموالى راغلى ، د پاملرنې غوښتنه کوي .

دکابل د توليدي او صادراتي غاليو ټولنې مشر محمد هادي حسيني د افغانستان د صنعت کارانو د سراسري ټولنې له مشر او ځينو سوداګرو سره په ګډه خبري ناسته کې وويل ، چې په ١٣٨٤ کال کې په هېواد کې نږدې ١،٦ ميليونه متر مربع غالۍ اوبدل شوې او بهرنيو هېوادونو ته صادرې شوې وې .

خو دده په وينا، په ١٣٨٩ کال کې د غاليو د توليد کچه نږدې ٣٨٣ زره متر مربع ته رالوېدلې ده .

حسيني وويل ، چې د افغاني غاليو د توليد او صادراتو کچې کمېدل  کورني او بهرني عوامل لري .

د هغه په وينا، په هېواد کې د غاليو له صنعت څخه د ملاتړ وجهي صندوق ، د خصوصي سکتور ترمنځ د اړينې همغږۍ،ددولت لخوا دڅرګندې حمايوي تګلارې، مناسبو صنعتي پارکونو، ترانسپورټي اسانتياوو او  برېښنا نه شتون ، هغه کورني عوامل دي، چې د افغاني غاليو پر صنعت يې منفي اغېز کړى دى.  

دغه راز د سرچينې د څرګندونو له مخې، د نړۍ د سترو هېوادونو اقتصادي بحران  او په بهر کې د هغو ډولي توکيو د توليد زياتوالى ، چې د غاليو پر ځاى کارول کيږي،د افغاني غاليو د بازار د خرابوالي بهرني عوامل دي .

هغه له دولت څخه وغوښتل ، چې يادو ستونزو ته په پام سره د افغاني غاليو صنعت ته ځانګړې پاملرنه وکړي .

دکابل د توليدي او صادراتي غاليو ټولنې مرستيال عبدالهادي فرزام وويل ،د غاليو صنعت کاران غواړي ، چې د وزيرانو شورا په اقتصادي کمېټه کې  استازى ولري ، په هېواد کې د غاليو له صنعت څخه د ملاتړ په موخه وجهي صندوق جوړ او بهرنۍ مرستې راجلب شي.

دغه راز هغه له دولت څخه وغوښتل ، چې په کابل کې په اړينو اسانتياوو برابر د غاليو ځانګړي صنعتي پارکونه جوړ او هڅه دې وکړي ، چې د ترکيې په ازاده  سوداګريزه  سيمه کې د افغاني غاليو صنعت کاران او سوداګر ځانګړى مارکېټ ولري.

 دى دا غوښتنه هم کوي ، چې په مسکو او جنوبي افريقا هېوادونو کې دې د دولت په همکارۍ د افغاني  غاليو لپاره بازار موندنه وشي.

دغه راز هغه وويل ، چې د افغانستان د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت دې د روسيې ، ترکيې او جنوبي افريقا ته په مناسبه بيه د غاليو د لېږد اسانتياوې برابرې کړي .

عبدالهادي فرزام وايي، چې په تېرو کلونو کې د افغاني غاليو لپاره تر ټولو مناسب مارکېټ امريکا او روپايي هېواونه و ، خو څېړنو ښودلې ، چې دا مهال د افغاني غاليو لپاره  ترکيه ، مسکو او جنوبي افريقا تر ټولو ښه مارکېټونه دي .

هغه وويل چې که دولت د دوى غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي، نو د افغاني غاليو صنعت به له منځه ولاړ شي.

د افغانستان د صنعت کارانو د سرتاسري ټولنې مشر شېرباز کمين زاده غالۍ د هېواد يو تاريخي صنعت وباله او زياته يې کړه : (( د غاليو صنعت په افغانستان کې ځانګړى ځاى لري ، حتى ويلى شو، چې دا د افغانستان يوه تاريخي عنعنه ده .)) 

هغه هم له دولت څخه غوښتنه وکړه ، چې دې صنعت ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو له منځه تللو څخه وژغورل شي .

په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ ادارې ( ايسا ) پانګونې ته د جلب د څانګې مشر روح الله احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وزيرانو شورا په اقتصادي کمېټه کې د ځانګړي استازي درلودل ، د يادو صنعت کارانو  غوښتنه ده، چې کولى شي اړوندو ادارو ته يې په اړه وړانديز وکړي .

دغه راز هغه وويل، چې د ايسا اداره به له يادو صنعت کارانو سره اوږه په اوږه هڅه وکړي ، ترڅو نه يواځې د غاليو له صنعت څخه د ملاتړ، بلکې له نورو صنعتونو څخه د ملاتړ په موخه يو وجهي صندوق  رامنځته شي .

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.