ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لښکرګاه په ځانمرګي بريد کې ٦ تنه ټپيان شول

د لښکرګاه په ځانمرګي بريد کې ٦ تنه ټپيان شول

author avatar
29 Feb 2012 - 10:24
د لښکرګاه په ځانمرګي بريد کې ٦ تنه ټپيان شول
author avatar
29 Feb 2012 - 10:24

لښکرګاه (پژواک ١٠ کب ٩٠): د هلمندپه مرکز لښکرګاه ښارکې نن سهار دبهرنيو ځواکونو پر موټرو په شوي ځانمرګي بريد کې شپږ تنه ټپيان شوي دي.

دا پېښه نن (د کب ١٠مه) سهار شاوخوا لس بجې د لښکرګاه ښار د امنيه قوماندانۍ او ښاروالۍ ترمنځ پر سړک رامنځته شوه.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال کمال الدين شېرزي د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد د يوه کرولا موټر په وسيله شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريدکې يو پوليس او د درېيو ماشومانو په ګډون پنځه عام وګړي ټپيان شوي دي.

نوموړي په پېښه کې بهرنيانو ته له اوښتې مرګ ژوبلې بې خبري وښوده.

د ګلاب په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياده سيمه کې د بهرنيانو زغروال موټر روان و، چې ناڅاپه د يوه بل موټر په وسيله پرې چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه: ((ما خپله وليدل، چې په دغه بريد کې يو بهرنى او يو شمېر ملکي وګړي ټپيان وو.))

د صاحب خان په نوم د پېښې يوه بل عيني شاهد، چې خپله هم په دغه بريد کې ټپي شوى، پژواک ته وويل، چې د بهرنيانو درې موټر روان وو، چې ناڅاپه چاودنه وشوه.

د نوموړي په وينا، ځانمرګي بريد کوونکي د بهرنيانو له دويم موټر سره ځان وجنګاوه او چاودنه يې رامنځته کړه.

هغه زياتوي، چې د بهرنيانو موټر هم زيانمن شوى او کېداى شي ځينې کسان يې ټپيان شوي هم وي.

د امنيت امر کمال الدين شېرزى وايي، چې ياد موټر په دغه ولايت کې د مېشتې بريتانوۍ ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي) اړوند وو او په کې مهم کسان سپاره وو.

د نوموړي په وينا، درې اونۍ مخکې هم په لښکرګاه کې د پي ار ټي پر کاروان ځانمرګى بريد شوى و او دغه امکان يې رد نه کړ، چې وسلوال مخالفين په دې اړه کره استخباراتي معلومات ترلاسه کوي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د ننني ځانمرګي بريد په اړه څه نه دي ويلي.

د روان لمريز کال د سلواغې په ٦مه د بهرنيانو پر ملکي موټرو په شوي ځانمرګي بريد کې درې تنه و وژل شول او ٣٤ نور ټپيان شوي وو، چې ډېرى يې عام وګړي وو.

د يادونې ده،چې دلښکرګاه ښار امنيت څو مياشتې مخکې افغان ځواکونو ته سپارل شوى،خو له دې پروسې وروسته په دغه ښار کې د چاودنو او ځانمرګو بريدونو پېښې زياتې شوې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.