کابل (پژواک ١٠ کب ٩٠): د ايساف ځواکونو له خوا تېره شپه په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد له امله شپږ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزي د کب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه هوايي بريد تېره شپه شاوخوا يوولس بجې د خوګياڼو ولسوالۍ د خواران په سيمه کې ترسره شوى دى.
هغه زياته کړه، چې لومړى وسلوالو مخالفينو په ياده سيمه کې د ايساف ځواکونو پر يوې چورلکې راکټي بريد کړى، خو چورلکه ترې روغه وتلې وه.
د ستانکزي په وينا، له دغه بريد وروسته د ايساف چورلکې له هوا څخه ځوابي بريد پرې وکړ او شپږ وسلوال يې و وژل.
د حاجي عبدالحق په نوم د سيمې يوه قومي مشر پژواک اژانس ته وويل، چې وسلوالو مخالفينو د کږې بازار ته نږدې د ايساف پوځي مرکز ته څېرمه پر چورلکې بريد کړى دى.
نوموړي هم د ايساف په هوايي بريد کې د وسلوالو مخالفينو وژل کېدل تاييد کړل او زياته يې کړه، چې د وژل شوو وسلوالو مړي د سيمې د اوسېدونکو له خوا د خوګياڼو روغتون ته وړل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دې نښته کې د خپلو شپږو ملګرو د وژلو پخلى کوي، خو د طالبانو په بريد کې د څلورو بهرنيو او لسو کورنيو سرتېرو د وژلو خبر هم ورکوي.
خو ځايي چارواکي بيا دغه ادعا رد کړه.
دوه ورځې مخکې هم د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ نازيانو کې د يوې نښتې په ترڅ کې د نهو وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړل شوى و.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن