ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان سوداګر په تېرو څو کلونو کې د ازبکستان لخوا١٠ ميليونه ډالره جريمه شوي

افغان سوداګر په تېرو څو کلونو کې د ازبکستان لخوا١٠ ميليونه ډالره جريمه شوي

author avatar
1 Mar 2012 - 12:19
افغان سوداګر په تېرو څو کلونو کې د ازبکستان لخوا١٠ ميليونه ډالره جريمه شوي
author avatar
1 Mar 2012 - 12:19

مزارشريف (پژواك١١ کب٩٠): د افغانستان دسوداګرۍ خونې مسوولين او سوداګر وايي، چې په تېرو څو کلونو کې د حيرتان بندر له لارې د سوداګرۍ پر مهال، ازبكستان له لسو ميليونو امريكايي ډالرو زيات جريمه کړي دي.

سوداګر اړ دي، چې د ازبكستان اړوند د رېل په كرايي واګونونو كې افغانستان ته خپل سوداګريز توكي وارد كړي، چې د افغانستان په خاوره کې د همدغو واګونونو د بېرته لېږد د ځنډېدو له امله افغان سوداګر جريمه كېږي.

افغان سوداګر وايي، چې د تېرو لسو كلونو په اوږدو كې څه باندې لس ميليونه امريكايي ډالر جريمه شوي؛ خو دولتي چارواكي بيا د جريمې كچه كمه ښيي.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف كې د ابراهيم زاده سوداګريز شركت مسوول عباس ابراهيم زاده د كب په ١١ مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د حيرتان بندر له لارې د تېلو، ګاز، سيخ او كيمياوي سرې سوداګري كوي.

هغه زياته كړه، چې هره ورځ د ياد بندر له لارې څه باندې ۲۰۰ واګونونه سوداګريز توكي افغانستان ته راځي.

د نوموړي په وينا، په منځنۍ كچه هره مياشت د دوى د شركت څه باندې سل واګونونه د حيرتان بندر له لارې افغانستان ته راځي، چې د ځنډېدو له امله جريمه كېږي.

د هغه په وينا، په هرو څلورويشتو ساعتونو كې هر واګون نږدې ۶۰ امريكايي ډالر له دې امله د ازبكستان هېواد له خوا جريمه كېږي، چې پر ټاكلي وخت بېرته ياد هېواد نه رسېږي.

ابراهيم زاده وويل: ((افغانستان خپل واګونونه نه لري، چې افغان سوداګر يې د خپلو سوداګريز توكو د لېږد لپاره وكاروي، نو اړ دي، چې د ازبكستان واګونونه كرايه كړي.))

نوموړي زياته كړه، كله چې واګونونه وځنډېږي، نو سربېره پر دې چې ټاكلې كرايه وركوي؛ جريمه هم پرې راځي.

ده د يادې ستونزې پړه پر دولتي چارواكو واچوله، چې په سمه توګه د حيرتان بندر سوداګريزې چارې نه څاري، چې له امله يې سوداګر له ستونزو سره مخ دي.

د ابراهيم زاده شركت مشر وويل، كه چېرې دولتي مسوولين د ورته ستونزې د حل لپاره جدي ګامونه وانه خلي، نو لرې نه ده، چې د حيرتان بندر پر صادراتو او وارداتو باندې بد اغېز وكړي.

يو شمېر سوداګر وايي، چې په حيرتان بندر كې د تجهيزاتو د نشتوالي له امله د ازبكستان كرايي واګونونه د افغانستان په خاوره کې ځنډېږي، چې له امله يې دوى جريمه كېږي.

د حيرتان بندر له لارې د تېلو سوداګر پيرمحمد پيرزاده پژواك ته وويل، چې ډېر وخت سوداګر د ازبكستان كرايه شوي واګونونه پر وخت اوزګاروي؛ خو د لوكو موتيف (د واګون د لېږدولو وسيله) د نشتوالي له امله د افغانستان په خاورهکې پرې وخت ډېر وځي.

نوموړي زياته كړه، كه چېرې په حيرتان بندر كې د لوكو موتيف اسانتياوې واى؛ نو په ياده جريمه كې به د ياد وړ كمښت راغلى و، يا به هېڅ نه واى.

د هغه په وينا، كه چېرې افغان دولت په حيرتان بندر كې د تجهيزاتو ستونزه حل كړي؛ نو د سوداګرو ډېرې ستونزې به ورسره حل شي او له دغې ډول جريمې سره به هم نه مخ كېږي.

خو د بلخ د سوداګريز خونو مسوولين بيا د سوداګرو د جريمې د پخلي ترڅنګ، د جريمې پړه پر لوړ پوړو دولتي چارواكو اچوي، چې له ازبكستان سره د شوي قرارداد له امله يې افغان سوداګر جريمه كېږي.

د سوداګريزو خونو رييس محمد طاهر روشنزاده پژواك اژانس ته وويل، چې د سوداګرۍ وزارت كلونه مخكې له ازبكستان سره د حيرتان بندر د سوداګريزو چارو داسې قرارداد كړى و، چې له امله يې افغان سوداګر جريمه كېږي.

نوموړي زياته كړه، چې د دغه قرارداد له مخې بايد افغان سوداګر په ۲۴ساعتونو كې د ازبكستان كرايه شوي واګونونه بېرته د افغانستان له خاورې وباسي، كنه جريمه كېږي به.

د هغه په وينا، دغه وخت د يو واګون د بېرته لېږد لپاره هېڅ بسنه نه كوي، په داسې حال كې چې په حيرتان بندر كې د افغان دولت له خوا د لېږد اسانتيا هم شتون ونه لري.

د حيرتان بندر دولتي چارواكي كه څه هم د ازبكستان دولت له خوا د افغان سوداګرو د جريمې پخلى كوي؛ خو كچه يې كمه ښيي.

د دغه بندر د خدمتونو د ادارې رييس انجنير محمديعقوب ځاځي پژواك اژانس ته وويل، چې په تېرو لسو كلونو كې افغان سوداګر ۴ ميليونه امريكايي ډالر جريمه شوي دي.

نوموړي هم وويل، چې دغه جريمه د واګونونو د ځنډېدو له امله منځ ته راغلې، چې دوى د يادې ستونزې د حل په موخه جدي هڅې پيل كړې دي.

د هغه په وينا، ډېر وخت دغه جريمه د افغان سوداګرو د ټنبلۍ له امله هم رامنځ ته كېږي.

ځاځي وويل، چې يو شمېر سوداګر واګون له تشېدو وروسته پر سم وخت ټاكلي ځاى ته بېرته نه رسوي.

خو د حيرتان بندر رييس وايي، چې دغه جريمه هم د لوړ پوړو دولتي چارواكو د بې پروايۍ نتيجه ده، چې د دغه بندر ستونزو په حل كې جدي هڅې نه كوي.

د دغه بندر رييس قاضي نجيب الله پژواك اژانس ته وويل: ((هو افغان سوداګر جريمه شوي، خو په دې برخه كې يوازې هغه وزيران ګرم دي، چې بار بار يې حيرتان بندر ته سفرونه كړي، د دغه بندر ستونزې يې له نږدې كتلې، خو د حل په موخه يې كار نه كوي.))

نوموړي زياته كړه، چې د يادې جريمې يواځېنى لامل دا دى، چې په حيرتان بندر كې د افغان سوداګرو د اړيتا وړ اسانتياوې نشته.

د هغه په وينا، د واګون د بېرته لېږد په موخه بايد د واګون د وړلو وسيله وي، چې اوس نشته.

نجيب د يادې ستونزې د حل په موخه وويل، كه چېرې دولت په خپله واګونونه واخلي او افغان سوداګرو ته يې په كرايه وركړي؛ نو هم به جريمه منځ ته نه راځي، هم سوداګريزې چارې چټكې شي او د بندر د عوايدو د ډېرېدو لامل به هم شي.

نوموړي زياته كړه، چې يو واګون ۲۰۰زره امريكايي ډالر ارزښت لري، چې افغان دولت يې په اسانه پېرلى شي.

د هغه په وينا، دوى دغه ستونزه بار بار له لوړ پوړو افغان چارواكو سره شريكه كړې ده.

خو د سوداګريزو خونو مسوول روشن زاده وايي، چې افغان دولت تر هغې په نوې جوړې شوې رېل پټلۍ خپل واګون نه شي چلولى، چې د ازبكستان له خوا اجازه ونه لري.

نوموړي زياته كړه، چې د رېل كرښه د ازبكستان له خوا افغانستان ته راغلې، كه چېرې د افغانستان له خوا هم ازبكستان د رېل كرښه وغځېږي، نو بيا افغان دولت كولاى شي، چې خپل واګونونه پرې وچلوي.

د هغه په وينا، د يادې ستونزې د حل په موخه په دې وروستيو كې يو څه هڅې شوې دي، چې ښه نتيجه به وركړي.

روشن زاده وويل، چې څه موده وړاندې د افغانستان او ازبكستان ترمنځ د حيرتان بندر د سوداګريزو چارو په قرارداد كې تجديد نظر راغلى، چې له مخې يې بايد د ازبكستان يا نورو هېوداونو كرايه شوى واګون په ۷۲ ساعتونو كې د افغانستان له خاورې ووځي.

نوموړي زياته كړه، چې ۷۲ ساعته د يو واګون د بېرته لېږد لپاره كافي وخت دى.

خو د ابراهيم زاده سوداګريز شركت مسوول عباس ابراهيم زاده وايي، چې دا هم کم وخت دى، څو پورې چې دوى ته زېرمې جوړې نه شي، دا ستونزه يې نه هوارېږي.

د سوداګرۍ او صنايع وزارت وحيدالله غازي خېل د سوداګرو ستونزې مني خو زياتوي، چې سوداګر دومره نه دي متضرر شوي، څومره چې هغوى ادعا کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دولت په حيرتان کې د سوداګرو د توکو د ساتلو لپاره ذخېرې نه لري، خو هڅه کوي، چې په راتلونکي کې دا ستونزه هواره کړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.