ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د سرو زرو بيه لوړه شوې

په کابل ښار کې د سرو زرو بيه لوړه شوې

author avatar
1 Mar 2012 - 12:51
په کابل ښار کې د سرو زرو بيه لوړه شوې
author avatar
1 Mar 2012 - 12:51

کابل ښار (پژواک ١١ کب ٩٠): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د سرو زرو بيه لوړه شوې، خو د نورو لومړنيو توکو بيې پر خپل ځاى پاتې دي.

د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير پژواک ته وويل، چې د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٣٠٠څخه ٢٤٠٠ افغانيو او د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه له ١٩٠٠ افغانيو څخه ٢٠٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

نوموړي وويل، چې د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو بيه په نړيوالو بازارونو کې د هغې پر لوړوالي پورې تړلې ده.

خو د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو رييس فضل الرحمن وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوې ٥٠ کيلويي برازيلۍ بورې عمده بيه ١٨٥٠افغانۍ، د يوې پنځوس کيلويي پاکستانۍ بورۍ وړو بيه ٩٨٠ افغانۍ او د يوې ٥٠ کيلويي لومړۍ درجې پاکستانۍ سيله وريجو بيه ٢٥٠٠ افغانۍ ده.

د هغه په وينا، نن د تېرې پنجشنبې په څېر يو پيپ ٥ کيلويي سپين غر غوړي په ٤١٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ١٩٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٦٠ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار د تايمني څلورلارې يو هټۍ وال دلاور وايي، چې په پرچون ډول يوه ٥٠ کيلويي بورۍ لومړۍ درجه سېله وريجې په ٢٨٠٠ افغانۍ او يوه ٥٠ کيلويي بورۍ برازيلۍ بوره په ٢٠٠٠ افغانيو پلوري.

هغه زياته کړه، چې يوه ٥٠ کيلويي بورۍ پاکستاني وړه په ١١٠٠ افغانۍ، يو پيپ ٥ کيلويي سپين غر غوړي په ٤٥٠ افغانۍ، يو کيلو افريقايي تور چاى په ٢٢٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ پلوري.

د سون توکو بيه هم پر خپل ځاى پاتې ده.

د تايمني د تېلو ټانک يو کارکوونکى محمدصديق وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر يو لېتر ډېزل تېل په ٦٢ افغانۍ او پټرول په ٦٠ افغانۍ پلوري.

د دريم مکروريانو د ګاز يوه پلورنکي حميدالله هم وويل، چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر يو کيلو اوبلن ګاز په ٦٠ افغانۍ پلوري.

د کابل د شهزاده سراى د يوه صراف عبدالوهاب د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٤٩،٣٥ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو بيه ٥٤٥ افغانۍ ده.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٤٩،٤٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو بيه ٥٤٧افغانۍ و.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.