ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو اوه سرتېري ټپيان شول

د ملي اردو اوه سرتېري ټپيان شول

author avatar
3 Mar 2012 - 11:18
د ملي اردو اوه سرتېري ټپيان شول
author avatar
3 Mar 2012 - 11:18

کابل ( پژواک ١٣ کب ٩٠) : ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ملي اردو د اوو سرتېرو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

دغه خبر په کابل کې د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر لخوا د کب په ١٣مه،پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.

سرچينې زياته کړې ، چې د امنيتي دندو پر مهال د ملي اردو پنځه سرتېري د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ او دوه نور يې د بادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې ټپيان شوي دي.

خو د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د ټپيانو د روغتيايي حالت او د پېښو د رامنځته کېدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي.

سرچينې دغه راز ويلي ، چې د ملی اردو ځواکونو د امنيتي دندو پر مهال  څلور کړۍ ماينونه د کندهار د ژېړۍ له ولسوالۍ او درې نور يې په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې کشف او شنډ کړي دي.

دغه راز خبرپاڼې زياته کړې، چې ځواکونو يې په کندهار، ننګرهار او  هلمند ولايتونو کې د عملياتو پر مهال وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.