ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ وسلوال مخالفين ووژل شول

شپږ وسلوال مخالفين ووژل شول

کابل(پژواک ١٣کب ٩٠): ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو په بېلابېلو ولايتونو کې د شپږو وسلوالو مخالفينو د وژلو، څلورو تنو دنيولو او د يوې اندازې وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو خبر ورکړ.

هغه خبرپاڼې،چې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارت له لوري نن(دکب ١٣مه) پژواک خبري اژانس ته رارسېدلي کاږي، چې ياده مرګ ژوبله او نېونې، دملي اردو ،ملي پوليسو ،ملي امنيت او ايساف ځواکونو له لوري په تېرو ٢٤ساعتونو کې ترسره شوې دي.

دکورنيو چارو وزرات دخبرپاڼې پربسنټ،دا عمليات په بادغيس او ننګرهار ولايتونو کې په لاره اچول شوي،چې په ترڅ کې يې شپږ وسلوال مخالفين وژل شوي او څلور نور نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې په دې علمياتو کې يو اندازه سپکې او درنې وسلې،چاودېدونکي او نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.

 د خبرپاڼې د معلوماتوله مخې،په دې وسلو او مهماتو کې دوه راکټونه، يوميل پيکا، اوه ميله ډول ډول وسلې، د درنې وسلې يوه مرمۍ، د وسايطو ضد ٥ ماينونه،څلور لاسي بمونه، ٦٩ کيلوګرامه نشه يي توکي او دوه موټرونه هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې تېره شپه دوو مخالفينو غوښتل څو دلغمان ولايت د  بادپښ ولسوالۍ په مربوطاتو  کې د سړک پرغاړه ماين ځاى پرځاى کړي، د خښولو پرمهال ماين پرې الوتى ،چې په ترڅ کې ماين ايښودونکي وژل شوي دي.

 سرچينې زياته کړې ده، چې ملي پوليسو تېره ورځ د وسايطو ضد دوه ماينونه او د درنې وسلې مرمۍ ، چې په دې وروستيو کې د هلمند او خوست ولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي و ،کشف او شنډ کړل.

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، ددې وزارت منسوبينو د کندهار ولايت دژېړۍ،ميوند او ارغنداب ولسواليو په مربوطاتو او دننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې ،د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ،يو بي ام يو توپ،دوه راکټونه او يو اندازه مهمات ترلاسه کړي دي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.