ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له زرګونو کورنيو سره د غنمو مرسته وشوه

له زرګونو کورنيو سره د غنمو مرسته وشوه

author avatar
6 Mar 2012 - 11:26
له زرګونو کورنيو سره د غنمو مرسته وشوه
author avatar
6 Mar 2012 - 11:26

شبرغان (پژواک ١٦ کب ٩٠): د جوزجان په مرکز او دوو ولسواليو کې پر شاوخواه ٤زره کورنيو وړيا غنم و وېشل شول.

ياده مرسته نن (د کب ١٦مه) د نړيوال خوراکي سازمان (WFP) له خوا د کليو پراختيا او بيارغونې رياست په همکارۍ د خواجه دو کوه، اقچې ولسواليو او شبرغان ښار پر اړو کورنيو و وېشل شوه.

د جوزجان د کليو پراختيا او بيارغونې رييس انجنير محمديوسف سعيد پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې ١١٦٥٠ کورنيو ته، چې د سيمې د پراختيايي شوراګانو له لوري په نښه شوې دي، څه باندې ١٧٠٠ټنه غنم په پام کې نيول شوي دي.

سعيد زياته کړه، له هرې اړې کورنۍ سره، چې ډېرې يې د وچکالۍ له امله زيانمنې شوې دي، درې، ٥٠ کيلويي بورۍ غنم مرسته وشوه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، ټاکل شوې چې په راتلونکي پړاو کې ١٠زرو نورو کورنيو ته ياد پروګرام تنظيم شي.

د شبرغان ښار د تاغن اريغ کلي يوه بزګر محمدحليم پژواک اژانس ته وويل: ((درې بورۍ غنم يې، چې له موږ سره مرسته وکړه، درې مياشتې به زموږ لپاره بسنه وکړي.))

هغه زياته کړه، چې تېر کال يې ٤٠٠منه غنم کرلي وو، خو ټول يې د وچکالۍ له امله له منځه ولاړل.

د جوزجان د کليو پراختيا او بيارغونې مسولين وايي، چې له دې وړاندې د وړيا غنمو وېشلو پروسه ٢٠٠٠کورنيو ته د فيض اباد او خانقاه په ولسواليو کې ترسره شوې وه.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.