ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

الکوزى: د پولې دواړو غاړو ته مافيايي کړۍ سوداګر ګواښي

الکوزى: د پولې دواړو غاړو ته مافيايي کړۍ سوداګر ګواښي

author avatar
8 Mar 2012 - 15:42
الکوزى: د پولې دواړو غاړو ته مافيايي کړۍ سوداګر ګواښي
author avatar
8 Mar 2012 - 15:42

جلال اباد (پژواک ١٨ کب ٩٠): د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته يو شمېر مافيايي ګړۍ شتون لري، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګرۍ ته يې ګواښ پېښ کړى دى.

دغه څرګندونې د افغانستان د سوداګرۍ خونې لومړي مرستيال خان جان الکوزي د ختيځو ولايتونو په سوداګرۍ خونه کې د سوداګرو هغې غونډې ته وکړې او په ننګرهار کې يې د کورنيو چارو د وزارت له هغه پلان څخه ملاتړ وکړ، چې زورواکي او خپلسري وسلوال بې وسلې کوي.

خان جان الکوزي وويل، يو شمېر ناقانونه خلک غواړي د ننګرهار امنيت له ګواښ سره مخ کړي او د سولې په راوستو کې د دولت تصميم په شا وتنبوي.

نوموړي د لسګونو سوداګرو په استازولۍ هغو خلکو ته د مجازات غوښتنه وکړه، چې له خپلو وسلو ناوړه ګټه پورته کوي.

خان جان الکوزي له ولسمشر کرزي مننه وکړه، چې د ننګرهار د سوداګرو د ستونز تر اورېدو وروسته يې سيمې ته د ځينو امنيتي ګامونو پورته کولو په موخه د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال په مشرۍ لوړپوړى پلاوى ولېږه.

د سوداګرۍ خونې مرستيال له دولت څخه وغوښتل، چې د لنډمهالو هڅو پر ځاى دې په لويو ښارونو کي دايمي، تعقيبي او امنيتي پلان جوړ کړي.

خان جان الکوزي وويل، چې په تېره يوه اونۍ کې له پېښور څخه تر تورخمه د لارې په اوږدو کې وسلوالو غلو د حاجي عبدالوهاب او حاجي عتيق په نومونو د دوو سوداګرو له توکو بار درې کانټينرونه غلا کړي دي.

نوموړى پرته له دې چې د چا نوم واخلي وويل، چې د کرښې دواړو غاړو ته زورواکي او مافيايي کړۍ د ګاونډيو هېوادونو سوداګري تهديدوي، سوداګر تښتوي او يا يې ژوند ته ګواښ پېښوي.

خان جان الکوزي زياته کړه، چې دغه ستونزه به له ولسمشر کرزي او پاکستاني سفارت سره شريکه کړي.

هغه وايي، چې په تورخم، کندهار او هرات کې د فوايد عامې وزارت هغه تلې چې د سوداګرو توکي او کانټينرونه تلي، معياري نه دي، سوداګر په کې ځورول کېږي او بډې ترې اخيستل کېږي.

د نوموړى په وينا، ولسمشر کرزي ته داسې راپور هم رسېدلى، چې له دغو تلو څخه په يوې کې د يوه سوداګر خالي کانټينر تلل شوى او شل زره افغانۍ ترې په دې موخه اخيستل شوې، چې ګوندې وزن يې پنځلس ټنه زيات دى.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مشر انجنير محمدقاسم يوسفي د سوداګرۍ له لويې خونې غوښتنه وکړه، چې د شيخ مصرى او حصارشاهي صنعتي پارکونو ته دې د نغلو برېښنا تېرولو لپاره هلې ځلې وکړي.

يوسفي زياته کړه،د ننګرهار سوداګر دې ته چمتو دي،چې له جلال اباد ښار څخه تر حصارشاهي صنعتي پارک پورې دېرش ميليونه ډالره د برېښنا سب سټېشن پر مزو او پايو شخصي پانګه ولګوي، خو پر وينا يي، د برېښنا وزارت له دغه کاره سرغړونه کوي.

قاسم يوسفي وويل، چې د امريکا پرمختيايي ادارې (USAID) ژمنه ورکړې، چې په دې برخه کې ورسره مرسته کوي.

د ننګرهار يوه ملي سوداګر ډاکټر مخلص احمد دکاري جوازونو، د تلو تخنيکي غوارضو، نامعياري سړکونو، صادراتي انحصار او هغو اډو په برخه کې خپلې ستونزې وړاندې کړې او د هوارۍ غوښتنه يې وکړه.

Visits: 42

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.