ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان په شکي ولسوالۍ کې د ژغورنې عمليات پاى ته ورسېدل

د بدخشان په شکي ولسوالۍ کې د ژغورنې عمليات پاى ته ورسېدل

author avatar
8 Mar 2012 - 14:16
د بدخشان په شکي ولسوالۍ کې د ژغورنې عمليات پاى ته ورسېدل
author avatar
8 Mar 2012 - 14:16

فيض اباد (پژواک ۱۸  کب ٩٠): د واورې ښويېدو له پېښې څخه د بدخشان ولايت د شکي ولسوالۍ د ده پسين د اوسېدونکو د ژغورنې عمليات په داسې حال کې پاى ته ورسېدل، چې ٤٠ مړي او يو شمېر ټپيان يې له ځان سره درلودل.

د بدخشان والي شاه ولي الله اديب د پېښې له ځاى څخه د ټېلېفوني اړېکې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل،چې نن سهار (د کب ١٨مه) د ژغورنې عمليات پاى ته ورسېدل او  په واورو کې بند پاتې کسان  له واورو را ووېستل شول.

د ده په وينا،دغې پېښې ٤٠ تنه مړه او يو شمېر نور هم ټپي کړل، چې د ټپيانو له ډلې د ځينو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او دغه اوه ټپيان د ملي اردو د يوې چورلکې په وسيله د فيض اباد ښار ولايتي روغتون ته ولېږدول شول.

اديب زياته کړه، چې د دغه کلي يو شمېر نور اوسېدونکي سرسري ټپيان شوي او د عامې روغتيا رياست  او د فوکس دفتر د روغتيايي ټيم  له خوا د پېښې په ځاى کې ساتل کېږي.

د بدخشان د والي مرستيال شمس الدين شمس هم له پژواک سره په خبرو کې تر واورو لاندې د بند پاتې شوو کسانو د ژغورنې د عملياتو له پاى ته رسېدو  څخه خبر ورکړ.

د ده  په وينا، دوى هڅه وکړه، چې د ژغورنې د عملياتو په پاى کې زيانمنو ته د هوا له لارې د ملي اردو د ځواکونو په مرسته  د مرستو رسونه پيل کړي.

شمس څرګنده کړه، چې تر دې مخکې يې د ژغورنې د عملياتو په ترڅ کې د فوکس دفتر يوه اندازه ژمنۍ جامې، خېمې او ترپالونه له يوه روغتيايي ټيم  سره ځاى پر ځاى  کړې وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، هغه کسان چې د عملياتو پر مهال له واورو را  ووېستل شول،د فوکس دفتر لخوا په درول شويو خېمو کې ځاى پرځاى کېدل او د دفتر د روغتيايي ټيم  لخوا يې درملنه کېده.

شمس زياته کړه، چې د ولسوالۍ د مرکز او  ده پسين تر منځ  يوولس ساعته پلې لاره ده او له همدې امله نه شي کولى پرته د هوا له لارې د پېښې له سيمې قربانيان بل ځاى ته ولېږدوي.

د بدخشان له پېښو سره د مبارزې رييس ثناءالله اميري پژواک ته وويل، چې د ژغورنې د عملياتو کار د ملي اردو د دوو چورلکو لخوا ترسره کېږي او تر دغو عملياتو وروسته به  د مرستې رسونې کار ترسره کېږي.

نوموړي څرګنده کړه، چې په لومړي سر کې ٥٠٠ جوړې ژمنۍ جامې او سل بسترې د دغه ولايت د سرې مياشتې ادارې لخوا زيانمنو ته ولېږدول شوې او وروسته به هم سيمې ته خوراکي مرستې واستول شي.

د يادونې ده،د بدخشان ولايت د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په ده پسين په کې  د څلوېښت تنو تر مړينې وروسته د ژمي د درېيو مياشتو په ترڅ کې په دغه ولايت کې د مړو شمېر ١٢١ او د ټپيانو ١١٢ تنو ته  ورسېد.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په ولسي جرګه کې د بدخشان استازې ډاکتر نيلوفر ابراهيمي په يوه خبري ناسته کې ويلي و ، چې په ټوله کې ١٩٩ تنه ، چې په ٢٥ کورنيو پورې اړوند دي، په دغه کلي کې تر واورو لاندې شوي، چې تر پرونه (د کب ١٧مه) ٤٤ مړي او اوه ټپيان له واورو څخه را وېستل شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.