کندوز ښار (پژواک ١٨کب ٩٠): د کندوز د ولايتي شورا منشي مولوى خوش محمد د هغې چاودنې له امله چې نن پېښه شوه، ټپي شو.
د کندوز ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه د هغه ماين د چاودنې له کبله پېښه شوه، چې نن (د کب ١٨مه) تر غرمې وروسته په ٣:٣٠ دقيقو د مولوي خوش محمد د موټر پر وړاندې د کندوز ښار د خيابان په سيمه کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د کندوز د ولايتي شورا منشي سرسري ټپي شوى او موټر يې ويجاړ شوى دي؛ خو بل چاته زيان نه دى اوښتى.
د پژواک خبريال د پېښې له ځايه رپوټ ورکړ، چې د پېښې ځاى ته څېرمه د يوې لوړپوړيزې ودانۍ ښيښې هم ماتې شوې دي.
د سيمي يوه اوسېدونکي نورالله وويل: “زه لرې ولاړ وم چې يو موټر راغى او وچاودېد، وروسته مې وليدل چې يو کس له موټر څخه لاندې غورځېدلى دى او وروسته بيا پورته شو او خلکو هغه روغتون ته ولېږداوه.”
د کندوز امنيتي چارواکي وايي، چې د چاودنې ترسره کوونکي نه دي معلوم او نه يې هم مسووليت چا پر غاړه اخيستى دى.
مولوي خوش محمد يو ديني عالم هم دى او په روان کال کې له دوو ورته چاودنو څخه چې د کندوز په مرکز کې پېښې شوې، روغ وتلى دى.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن