کابل ( پژواک ١٩ کب ٩٠) : د افغانستان د دفاع وزير او په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عمومي قوماندان تر منځ ، افغان لوري ته د پروان د توقيف ځاى ( بګرام زندان) د مسووليت سپارلو هوکړه ليک لاسليک شو.
د افغانستان د دفاع وزير سترجنران عبدالرحيم وردګ په کابل ددې سند د لاسليک په ناسته کې وويل ،چې ډېر ژر به ياد شوي توقيف ځاى ته نوى قوماندان وټاکي، تر څو اړونده چارې په لاس کې واخلي .
دى وايي، چې افغان لوري ته ددې توقيف ځاى د سپارلو پروسه به هم دغه قوماندان په شپږو مياشتو کې بشپړه کړي.
هغه وويل ، چې د امريکا متحده ايالتونو ژمنه کړې، چې تر يوه کال پورې به ددې توقيف ځاى د چارو د سمبال لپاره له افغان لوري سره تخنيکي او لوژيستيکي مرستې کوي .
دغه راز ده وويل ، چې په نږدې ورځو کې به د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو تر منځ د ځانګړو عملياتو د افغاني کولو په موخه د افغانستان له اساسي قانون سره سم يو بل سند هم لاسليک شي .
وردګ وايي ، چې نننى هوکړه او په راتلونکيو ورځو کې د ځانګړو عملياتو د افغاني کېدو په اړه د سند په لاسليک سره به د افغانستان شرطونه پوره او له امريکا سره به د ستراتيژيک تړون د سند د لاسليک لپاره لار هواره شي.
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جان آلن افغان لوري ته د بګرام د توقيف ځاى د چارو سپارل افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد او د افغانستان اوامريکا د ستراتيژيکو همکاريو يوه مهمه برخه وبلله.
په کابل کې د امريکا سفير راين کراکر پر ننني هوکړه ليک خوښي څرګنده کړې او ويلي يي دي : (( دغه تفاهم لیک د افغانستان د حاکمیت په موخه زموږ د ژمنتیا ښوونکی دی، زموږ دوه اړخیزه مسوولیتونه د نړیوالو قوانینو او اوږدمهاله مرستو پر بنسټ دي، څرنګه چې موږ د ۲۰۱۴ زیږدیز کال تر پایه افغان ځواکونو ته د افغانستان د امنیت د کنټرول د لیږد بشپړولو په لور روان یو.))
ده هم د ستراتيژيکو همکاريو په لار کې دغه هوکړه ليک يو ستر ګام بللى دى .
دده په وينا امريکا هڅه کوي چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد په بهير کې د ( ترهګرۍ ) د له منځه وړو لپاره اړينې مرستې شاملي دي او هڅه به وشي چې افغانستان بيا د ( ترهګرو ) پر پتنځاى بدل نه شي .
افغان چارواکيو ، د بهرنيو ځواکونو لخوا د شپې د عملياتو درېدل او افغان لوري ته د هغو زندانونو سپارل، چې د بهرنيانو لخوا اداره کيږي ، ددې تړون لپاره مهم شرطونه په ګوته کړي دي .
ولسمشر حامد کرزي څه موده وړاندې ګواښ کړى و، تر هغه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې د شپې عمليات او د خلکو د کورونو تلاشي بنده نه کړي، له متحدو ايالتونو سره به ستراتيژيک تړون لاسليک نه کړي.
د ځينو خبرونو له مخې، امريکايي چارواکيو ويلي و، چې که افغان لورى پر خپل دريځ ټينګار وکړي، نو دوى به د ستراتيژيک تړون په اړه خبرې وځنډوي .
خو افغان چارواکي ټينګار کوي ، چې د امريکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ستراتيژيکو همکاريو تړونونه به د دوديزې لويې جرګې پرېکړو ته پام سره لاسليک شي.
دوديزې لويې جرګې دافغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوی او د شپې لخوا د خلکو د کورونو د تلاشيو او عملياتو د بندولو په شرط له امريکا سره د ستراتيژيک تړون ملاتړ کړى و .
د افغانستان او امريکا د حکومتونو ترمنځ د ستراتيژيک تړون په اړه له څه باندې يوه کال راهيسې خبرې روانې دي .
د افغانستان حکومت په روان کال کې له هند،انګلستان، ايټاليا او فرانسې سره هم د ستراتيژيکو همکاريو سندونه لاسليک کړي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن