ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان د توقيف ځاى ( بګرام زندان) د مسووليت سپارلو هوکړه ليک لاسليک شو

د پروان د توقيف ځاى ( بګرام زندان) د مسووليت سپارلو هوکړه ليک لاسليک شو

author avatar
9 Mar 2012 - 17:08
د پروان د توقيف ځاى ( بګرام زندان) د مسووليت سپارلو هوکړه ليک لاسليک شو
author avatar
9 Mar 2012 - 17:08

کابل ( پژواک ١٩ کب ٩٠) : د افغانستان د دفاع وزير او په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عمومي قوماندان تر منځ ، افغان لوري ته د پروان د توقيف ځاى ( بګرام زندان) د مسووليت سپارلو هوکړه ليک لاسليک شو.

د افغانستان د دفاع وزير سترجنران عبدالرحيم وردګ په کابل ددې سند د لاسليک په ناسته کې وويل ،چې ډېر ژر به ياد شوي توقيف ځاى ته نوى قوماندان وټاکي، تر څو اړونده چارې په لاس کې واخلي .

دى وايي، چې افغان لوري ته ددې توقيف ځاى د سپارلو پروسه به هم دغه قوماندان په شپږو مياشتو کې بشپړه کړي.

هغه وويل ، چې د امريکا متحده ايالتونو ژمنه کړې، چې تر يوه کال پورې به ددې توقيف ځاى د چارو د سمبال لپاره له افغان لوري سره تخنيکي او لوژيستيکي مرستې کوي .

دغه راز ده وويل ، چې په نږدې ورځو کې به د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو تر منځ  د ځانګړو عملياتو د افغاني کولو په موخه د افغانستان له اساسي قانون سره سم يو بل سند هم لاسليک شي .

وردګ وايي ، چې نننى هوکړه او په راتلونکيو ورځو کې د ځانګړو عملياتو د افغاني کېدو په اړه د سند په لاسليک سره به د افغانستان شرطونه پوره او له امريکا سره به د ستراتيژيک تړون د سند د لاسليک لپاره لار هواره شي. 

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جان آلن افغان لوري ته د بګرام د توقيف ځاى د چارو سپارل افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد او د افغانستان اوامريکا د ستراتيژيکو همکاريو يوه مهمه برخه وبلله.

په کابل کې د امريکا سفير راين کراکر پر ننني هوکړه ليک خوښي څرګنده کړې او ويلي يي دي : ((   دغه تفاهم لیک د افغانستان د حاکمیت په موخه زموږ د ژمنتیا ښوونکی دی، زموږ دوه اړخیزه مسوولیتونه د نړیوالو قوانینو او اوږدمهاله مرستو پر بنسټ دي، څرنګه چې موږ د ۲۰۱۴ زیږدیز کال تر پایه افغان ځواکونو ته د افغانستان د امنیت د کنټرول د لیږد بشپړولو په لور روان یو.)) 

ده هم د ستراتيژيکو همکاريو په لار کې دغه هوکړه ليک يو ستر ګام بللى دى .

دده په وينا امريکا هڅه کوي چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد په بهير کې د ( ترهګرۍ ) د له منځه وړو لپاره  اړينې مرستې شاملي دي او هڅه به وشي چې افغانستان بيا د ( ترهګرو ) پر پتنځاى بدل نه شي .

افغان چارواکيو ، د بهرنيو ځواکونو لخوا د شپې د عملياتو درېدل او افغان لوري ته د هغو زندانونو سپارل، چې د بهرنيانو لخوا اداره کيږي ،  ددې تړون لپاره مهم شرطونه په ګوته کړي دي .

  ولسمشر حامد کرزي څه موده وړاندې ګواښ کړى و، تر هغه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې د شپې عمليات او د خلکو د کورونو تلاشي بنده نه کړي، له متحدو ايالتونو سره به ستراتيژيک تړون لاسليک نه کړي.

د ځينو خبرونو له مخې، امريکايي چارواکيو ويلي و، چې که افغان لورى پر خپل دريځ ټينګار وکړي، نو دوى به د ستراتيژيک تړون په اړه خبرې وځنډوي .

خو افغان چارواکي ټينګار کوي ، چې د امريکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ستراتيژيکو همکاريو تړونونه به  د دوديزې لويې جرګې پرېکړو ته پام سره لاسليک شي.

دوديزې لويې جرګې دافغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوی او د شپې لخوا د خلکو د کورونو د تلاشيو او عملياتو د بندولو په شرط له امريکا سره د ستراتيژيک تړون ملاتړ کړى و .

  د افغانستان او امريکا د حکومتونو ترمنځ د ستراتيژيک تړون په اړه له څه باندې يوه کال راهيسې خبرې روانې دي .

د افغانستان حکومت په روان کال کې له هند،انګلستان، ايټاليا او فرانسې  سره هم د ستراتيژيکو همکاريو سندونه  لاسليک کړي دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.