هرات ښار ( پژواک ١٩کب ٩٠): د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې دپوليسو او نامسوولو وسلوالو ترمنځ نښته کې يو نا مسوول وسلوال ووژل شو او يو بل ټپي شو.
د هرات د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سمونوال نورخان نېکزاد نن (د کب ١٩مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نښته تېره شپه د انجيل ولسوالۍ د کبرزان درې په سيمه کې رامنځته شوه.
دهغه په وينا، د نښتې په ترڅ کې د شپږو نا مسوولو وسلوالو له ډلې څخه ، چې په ناامنيو، غلاوو او تښتونو کې يې لاس درلود، دوه تنه ټپيان شول.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ټپيانو له ډلې څخه يو تن د هرات په روغتون کې تر درملنې لاندې دى او يو بل تن يې روغتون ته له رسولو مخکې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه .
د هغه په وينا، دغه دوه تنه د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي.
سرچينې په ډاګه کړه ، چې ددې ډلې څلور پاتې کسان په تېښته بريالي شوي ، خو د نيولو هڅې يې روانې دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي ، چې په دې نښته کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن