ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسيه : موږ او پاکستان په افغانستان کې د نشه يي توکيو پرضد د عملياتو هيڅ پلان نلرو

روسيه : موږ او پاکستان په افغانستان کې د نشه يي توکيو پرضد د عملياتو هيڅ پلان نلرو

author avatar
9 Mar 2012 - 17:23
روسيه : موږ او پاکستان په افغانستان کې د نشه يي توکيو پرضد د عملياتو هيڅ پلان نلرو
author avatar
9 Mar 2012 - 17:23

کابل ( پژواک ١٩ حوت ٩٠):  روسيې هغه څرګندونې بې نسټه وبللې ،چې ګواکې دغه هېواد او پاکستان د افغانستان په خاوره کې د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې په موخه د عملياتو پلان لري .

په افغانستان کې د روسيې فدراسيون د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې فدرال ادارې له نمايندګۍ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې په دې وروستيو کې ددې ادارې او پاکستاني چارواکيو ترمنځ د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرو په تړاو په رسنيو کې تبصرې کيږي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې ، په دې تبصرو کې ويل کيږي ، چې روسيه او پاکستان د افغانستان په قلمرو کې د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې په موخه عمليات په پام کې لري .

په خبرپاڼه کې راغلي : (( رسما اعلاموم چې داسې دعوې بې بنسټه دي او روسيه په خپلواک او د خپلواک حاکميت لرونکي افغانستان په قلمرو کې د نشه يي توکيو د له منځه وړو هېڅ ډول عمليات نه په مستقل ډول او نه هم د کوم درېيم هېواد په مرسته  تر سره کړي ، نه يې ترسره کوي  او نه يې هم په پام کې لري. ))  

 په خبرپاڼه کې راغلي ، چې په افغانستان کې د نشه يي توکيو پر وړاندې عمليات د افغانستان پر حکومت پوړې اړه لري.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.