جلال اباد (پژواک ٢٠ کب ٩٠): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په لعل پورې ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو او مخالفينو ترمنځ په جګړه کې درې سرحدي پوليسو او اتو وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د لومړي زون قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول ادريس مومند د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته تېره شپه د پاکستان له خيبر ايجنسۍ سره پر پوله د فتح مېنې په سرحدي پوسته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د شپې دوه بجې وسلوالو مخالفينو د سرحدي پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ، چې د سهار تر څلور بجې د دواړو لورو ترمنځ جګړه روانه وه.
مومند وويل، چې په دغې جګړه کې دوه سرحدي پوليس وژل شوي او يو ټپي دى.
د نوموړى په وينا، په سيمه کې د وسلوالو مخالفينو درې مړي پاتې دي او پنځه نور ټپي شوي دي.
خو هغه دا ونه ويل، چې دغه مخالفين څوک وو او ټپيان يې چېرې وړل شوي دي.
د دولت وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، درې ورځې وړاندې په جلال اباد ښار کې د لومړي زون سرحدي پوليسو پر رييس ارکان د ماين چاودنه شوې وه او له دوو ساتونکو سره ټپي شوى و.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن