اسلام اباد (پژواک ٢٠ کب ٩٠): پر سوېلي وزيرستان د امريکا په دوو بې پيلوټه هوايي بريدونو کې ١٢ وسلوال وژل شوي او په شمالي وزيرستان کې د وسلوالو په يوه بريد کې لسو پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سوېلي وزيرستان په مرکز واڼه کې يوه دولتي چارواکي، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون ماښام شپږ بجې امريکايي بې پيلوټه الوتکې د جنداول په سيمه کې پر يوه کور هوايي بريد کړى دى.
هغه زياته کړه، په لومړي بريد کې، چې پر کور شوى، اته تنه وژل شوي او په بل کې چې په منډاو سيمه کې پر يوه موټر شوى، څلور تنه وژل شوي دي.
که څه هم نوموړي د وژل شوو کسانو هويت په ډاګه نه کړ، خو ځايي اوسېدونکي وايي، چې وژل شوي د دولت وسلوال مخالفين وو.
د نصيراعظم په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، هغه کور او موټر په بشپړه له منځه تللي، چې هوايي بريد پرې شوى دى.
له دې پېښې مخکې پرون په شمالي وزيرستان کې د وسلوالو په يوه بريد کې اوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او درې نور ټپي دي.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې وسلوالو له ميرانشاه څخه دته خېلو سيمې ته روان د پوځ پر يوه کاروان بريد وکړ.
ځايي امنيتي سرچينې وايي، چې په دغه بريد کې اوه سرتېري و وژل شول او درې نور ټپي شوي دي، خو د پوځ په ځوابي بريد کې نهه وسلوال هم و وژل شول.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن