ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لاره د ترافيکو پر مخ وتړل شوه

د سالنګ لاره د ترافيکو پر مخ وتړل شوه

author avatar
11 Mar 2012 - 16:04
د سالنګ لاره د ترافيکو پر مخ وتړل شوه
author avatar
11 Mar 2012 - 16:04

چاريکار (پژواک ٢١ کب ٩٠): د سالنګ لويه لاره په داسې حال کې نن د ترافيکو پر مخ و تړل شوه، چې د چارواکو په وينا، کېداى شي دغه بندوالى د دوو ورځو لپاره دوام وکړي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رييس جنرال رجب د دغه مطب په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې له نن سهاره د واورې اورېدل تېز شوي او همدارنګه په شمالي سالنګ کې باد او توپان هم رامنځته شوى.

 رجب زياته کړه، چې اوس مهال په سوېلي سالنګ کې د واورې اندازه ٨٠ سانتي مترو او په شمالي سالنګ کې ٦٠ سانتي مترو ته رسېږي.

 هغه وويل، چې دغه لويه لاره يې د مسافرو د خونديتوب په موخه نن (د کب ٢١مه) له غرمې وروسته دوه بجې له دواړو خواوو نه د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

 سرچينې زياته کړه، چې د لويې لارې له تړل کېدو وروسته يواځې هغو بار وړونکو موټرو ته، چې په تونل کې وو، د تېرېدو اجازه ورکړل شوې ده.

  نوموړي وويل، چې د واورې د ښويېدو امکان شته او له همدې امله کېداى شي دغه لاره د دوو ورځو لپاره تړلې پاتې شي.

 د پروان د ترافيکو مديريت د تنظيم امر محمد يونس پرديسي پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې مسافروړونکي او باروړونکي موټر يې په تاجيکان کې درولي دي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.