ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې يو ځانمرګى له درېيو نورو ملګرو سره ونيول شو

په هلمند کې يو ځانمرګى له درېيو نورو ملګرو سره ونيول شو

author avatar
11 Mar 2012 - 15:02
په هلمند کې يو ځانمرګى له درېيو نورو ملګرو سره ونيول شو
author avatar
11 Mar 2012 - 15:02

لښکرګاه (پژواک ٢١ کب ٩٠): د هلمند چارواکي وايي، چې د ملي امنيت کارکوونکو په لښکرګاه کې يو ځانمرګى بريدګر له درېيو نورو ملګرو سره نيولى دى.

د هلمند والي محمدګلاب منګل د كب په ۲۱مه پژواك خبري اژنس ته وويل، چې د ملي امنيت كاركوونكو نن يو ځانمرګى بريدګر او درې نور هغه كسان يې ورسره نيولي دي، چې نوموړى يې په خپل كور كې ساته او لارښود يې وو.

د ده په وينا، نيول شوى ځانمرګى د هرات ولايت اوسېدونکى او سيد احمد نوميږي، چې د پاکستان په کوېټه ښار کې روزل شوى دى.

نوموړي وويل، چې د ځانمرګي بريد کوونکي موخه د هلمند ولايت د ملي امنيت رييس و او له تېرو څو ورځو راهيسې د لښكرګاه په ساپيانو سيمه كې د يوه كس په كور كې ساتل شوى و او تېره شپه د ملي امنيت په عملياتو کې ونيول شو.

والي زياته کړه، چې د ځانمرګي ساتونکى نعمت الله نوميږي او په اکا مشهور دى، چې پخوا هم له ځانمرګو بريدګرو سره د مرستې په تور نيول شوى و، خو يو كال مخکې د محكمې له خوا برائت وركړل شو.

ګلاب منګل وويل: ((په لښكرګاه كې څو پرله پسي شوي ځانمرګي بريدونه هم د همدغو نيول شوو كسانو له خوا رهبري شوي وو، چې له نيول كېدو سره به يې امنيتي ستونزې په لښکرګاه کې راکمې شي.))

نيول شوي ځانمرګي سيداحمد پژواك اژانس ته وويل، چې ۱۹ كاله عمر لري او د يوه پاكستاني ملا له خوا هڅول شوى و، چې ځانمرګى بريد وكړي او جنت ته به ولاړ شي.

هغه وايي، چې د كوېټې په ښار كې تر روزنې وروسته د هلمند نهرسراج ولسوالۍ ته راغى او ورپسې په لښكرګاه کې د اكا او مولانان په نومونو دوو تنو ته وسپارل شو، چې بېګا د ملي امنيت په عملياتو کې ونيول شول.

نوموړي وويل، چې يوه ورځ يې د ملي امنيت د رييس لپاره په ټاكل شوي ځاى كې شپه هم تېره کړه، خو موخې ته ونه رسېد.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.