اسلام اباد (پژواک ٢١ کب ٩٠): د پاکستان د پېښور ښار اړوند سيمه کې د يوه ځانمرګي بريد له امله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه ځانمرګى بريد نن (د کب ٢١مه) مخکې له غرمې د پېښور ښار سوېل ته د بډه بېرې د ماما خېلو په سيمه کې د يوې جنازې پر مهال شوى دى.
د پېښور د پوليسو مشر امتياز الطاف د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، چې په دغه ځانمرګي بريد کې پنځه تنه وژل شوي او ١٥نور ټپي دي.
هغه زياته کړه، چې ځانمرګى بريد د جنازې پر مراسمو په داسې حال شوى، چې په دغو مراسمو کې د خيبر پښتونخوا ايالت د پارلمان (اسمبلې) مرستيال خوشخدل خان هم ګډون درلود، خو هغه له دغه بريده روغ وتلى دى.
د کلام خان په نوم د پوليسو يوه بل چارواکي وويل، چې دا پېښه له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې رامنځته شوې، چې له امله يې ٢٥تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا عيني شاهدان وايي او ځايي امنيتي مسوولين وايي، چې په دې پېښه کې ٤٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خوشدل خان پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه بريد موخه دى و، خو ترې روغ وتلى دى.
د پېښور د روغتون يوه ډاکتر مشتاق پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته تر اوسه ١١ مړي او ٢٥ ټپيان ور وړل شوي دي.
دى وايي، چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن