ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سيمې يوه اوسېدونکي دوه پوليس و وژل

د سيمې يوه اوسېدونکي دوه پوليس و وژل

author avatar
12 Mar 2012 - 11:09
د سيمې يوه اوسېدونکي دوه پوليس و وژل
author avatar
12 Mar 2012 - 11:09

ترينکوټ (پژواک ٢٢ کب ٩٠): د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د سيمې د يوه اوسېدونکي له خوا دوه پوليس و وژل شو.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال ګلاب خان د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه په خاص اروزګان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د دې ولسوالۍ دوه پوليس د سيمې د يوه اوسېدونکي له خوا وژل شوي، خو نوموړي يې د وژل کېدو لامل په ګوته نه کړ او زياته يې کړه، چې د پلټنو په موخه سيمې ته يو پلاوى لېږدول شوى دى.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې ياد پوليس د سيمې د يوه اوسېدونکي کور ته د غلا لپاره ور اوښتي وو.

د نوموړي په وينا، کله چې د کور مالک پرې راوېښ شوى، ډزې پرې کړې او دواړه پوليس يې وژلي دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.