ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شپاړس کلنو کرکټ لوبډله له بريا سره هېواد ته راستنه شوه

د شپاړس کلنو کرکټ لوبډله له بريا سره هېواد ته راستنه شوه

author avatar
12 Mar 2012 - 13:19
د شپاړس کلنو کرکټ لوبډله له بريا سره هېواد ته راستنه شوه
author avatar
12 Mar 2012 - 13:19

کابل (پژواک ٢٢ کب ٩٠): د افغانستان د کرکټ د شپاړس کلنو تنکيو ځوانانو لوبډله په تايلينډ کې د اتلولۍ له ترلاسه کولو وروسته نن هېواد ته راستنه شوه.

د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول، د ولسمشر سلاکار وزير او د کرکټ بورډ مرستيال شهزاده مسعود، د کابل د ولايتي شورا رييس، د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوی مشر نيسيم الله دانش، د کرکټ بورډ کارکوونکو او د رسنيو د خبريالانو د کابل په هوايي ډګر کې د دې لوبډلې تود هرکلى وکړ.

 د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول د افغان ځوانانو د دغې بريا له امله ټولو هېوادوالو ته مبارکي وويله او د سولې په راوستلو کې يې د ځوانانو رول مهم وباله.

 نوموړي زياته کړه، هغه ځوانان چې هېواد ته بريا راوړي او د هېواد بيرغ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې رپوي، د ستايلو وړ دي.

 د ولسمشر سلاکار او د کرکټ بورډ مرستيال شهزاده مسعود د شپاړس کلنو ځوانانو لاسته راوړنې وستايلې او هغوى يې د افغانستان زمريان وبلل.

 د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي مشر نسيم الله دانش وويل، شپاړس کلنو تنکيو ځوانانو د اسيايي چلينج کپ د سياليو په اتلولۍ سره ثابته کړه، چې د افغانستان کرکټ روښانه راتلونکې لري.

 دانش وويل، د افغانستان کرکټ اوس ښه ملاتړي لوبغاړي لري او کولای شي په راتلونکی کې يې د افغانستان په ګټه وکاروي.

 د تنکيو ځوانانو د کرکټ لوبدلې کپتان جاوېد احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى ټول لوبغاړي په يادو سياليو کې ښه ولوبېدل او هېواد ته يې بريا او اتلولي راوړه.

 هغه زياته کړه، چې دغه اتلولي يې د لوبغاړو د ښې لوبې ترڅنګ د هېوادوالو د دعاګانو له برکته ترلاسه کړې ده.

 د يادونې ده، چې دغې لوبډلې څو ورځې مخکې په تايلينډ کې د اسيا په چلينج کپ سياليو کې خپلو شپږو سيالو هېوادونو ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.