ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: په افغانستان کې د امريکا د پوځي اډو پر تخنيکي څرنګوالي بايد ډېر غور وشي

author avatar
12 Mar 2012 - 14:58
author avatar
12 Mar 2012 - 14:58

کابل (پژواک ٢٢ کب٩٠): د چارو ځيني شنونکي د ستراتيژيک تړون په اړه د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندونې معقولې بولي او وايي، چې د پوځي اډو پر موقعيت، فعاليت او تخنيکي څرنګوالي بايد ډېر غور وشي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ وويل، که د شپې د عملياتو په اړه يې غوښتنه ومنل شي، نو ښايي د شيکاګو تر غونډې وړاندې له امريکا سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي، خو په افغانستان کې د دغه هېواد پوځې اډې به په کې شاملې نه وي.

په شيکاګو کې د روان ميلادي کال په مې مياشت کې د افغانستان په اړه د ناټو سرمشريزه جوړيږي.

حامد کرزي يادې څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې افغان حکومت ته د پروان د ساتنځاى، چې د بګرام په زندان مشهور دى، په ګډون په افغانستان کې د ټولو بهرنيو ساتنځايونو د سپارلو په اړه تړون وشو.

د زندانونو د چارو لېږد او د شپې عملياتو بندول له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک لپاره د افغانستان د حکومت له مهمو شرطونو او حکومت ته د تېرې دوديزې لويې جرګې له مهمو سپارښتنو څخه دي.

کرزي پخوا تر دې ګواښ کړى وو، تر هغه چې امريکا دغه دوه شرطونه ونه مني، نو ستراتيژيک تړون نه لاسليکوي.

ويل کېدل، چې په دغه ستراتيژيک تړون کې پوځي اډې هم شاملې وې، خو کرزي تېره ورځ وويل، چې له امريکا سره د ستراتيژيکې ملګرتيا د عمومي چوکاټ تر لاسليک وروسته، د يوه کال په موده کې په غور سره د پوځي اډو پر څرنګوالي، مسووليتونو، ګټو او د امريکايي لوري پر غوښتنو بحث او خبرې کوي.

 د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد ودير ساپى د ولسمشر کرزي د تېرې ورځې خبرې معقولې او ياده پرېکړه په دې اړه د پوره غور لپاره پر ځاى بولي.

ساپي وويل، چې که څه هم هر هېواد حق لري له نورو هېوادونو سره په خپلواک ډول داسې تړونونه لاسليک کړي، چې ګاونډيو ته يې کوم خطر پېښ نه کړي، خو په افغانستان کې د امريکا پوځي اډو ګاونډي هېوادونه په تېره بيا چين، روسيه، ايران او پاکستان اندېښمن کړي دي.

دى وايي، چې د همدغو اندېښنو د راکمولو او ورته د ځواب لپاره افغانستان او امريکا پرېکړه کړې، چې د اوس لپاره پوځي اډې په ستراتيژيک تړون کې نه شاملوي.

د ده په خبره، د افغانستان حکومت به د يوه کال په موده کې، چې کرزي يې يادونه کړې، هڅه وکړي له ګاونډيو هېوادونو سره په دې اړه خبرې وکړي او قناعت ورکړي او يا يې هم لږ تر لږه اندېښنې کمې کړي.

ساپي له پوځي اډو سره کورني مخالفتونه او د تړون په اړه له دقت څخه کار اخيستل هم هغه څه ياد کړل، چې د ده په وينا، د اوس لپاره په کېدونکي ستراتيژيک تړون کې د پوځي اډو د نه شاملولو لامل شوى دى.

سياسي کارپوه احمد سعيدي وويل، چې په يو کال کې به په افغانستان کې د امريکا د پوځي تاسيساتو پر موقعيت، فعاليت او تخنيکي څرنګوالي‌، د دواړو لورو تر منځ خبرې او تفاهم وشي.

دى وايي، چې په دې اړه ډېر غور کول غوره کار دى.

د ده په اند، تر ٢٠١٤ کال پورې امريکا په افغانستان کې پوځي تاسيسات په واک کې لري، نو له همدې امله يې پوځي تاسيسات د اوس لپاره په ستراتيژيک تړون کې نه دي شامل کړي.

ټاکل شوې، چې د ٢٠١٤ کال تر پايه بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي او مسووليتونه افغان ځواکونو ته سپاري.

سعيدي وايي، چې که څه هم د اوس لپاره په ستراتيژيک تړون کې د پوځي اډو نه شاملېدل کرزي ته موکه ورکوي، چې په اړه يې د حکومت د مخالفينو او ګاونډيو هېوادونو اندېښنې کمې کړي، خو وايي، چې دغه کار نه شي کولى د مخالفينو د مخالفت او يا هم د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنې مخه ونيسي.

سعيدي زياته کړه: ((که تړون نن لاسليک شي يا سبا، ګاونډيان هېڅکله هم نه راضي کېږي، له شک پرته ګاونډيان حساس دي او څومره چې يې له لاسه کېږي تخريب کوي.))

خو بل سياسي کارپوه احمد وحيد مژده بيا وايي، چې د اوسمهال لپاره د امريکا په خوښه له ستراتيژيک تړون څخه پوځي اډې لرې شوې دي، ترڅو چې له طالبانو سره د امريکا روانې خبرې ټکنۍ نه کړي.

مژده وايي، چې که له طالبانو سره خبرې نتيجه ورکړي او هغوى له پوځي اډو سره هوکړه وکړي، نو له هغه وروسته کېداى شي، چې امريکا په افغانستان کې اډې ولري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.