ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قومي مشران: د پنجوايي پيښه یو پلان شوى کار و

قومي مشران: د پنجوايي پيښه یو پلان شوى کار و

author avatar
12 Mar 2012 - 21:28
قومي مشران: د پنجوايي پيښه یو پلان شوى کار و
author avatar
12 Mar 2012 - 21:28

کندهار (پژواک ۲۲ کب ۹۰ ) : د کندهار  د پنجوايي ولسوالۍ قومي مشران او سپين ږيري د زنګ آباد د پېښې دقيقه څېړنه غواړي او عاملينو ته يې په افغاني محکمه کې د محاکمې غوښتنه کوي.

 د پنجوايي ولسوالۍ لسګونه سپين ږيري او مخور، چې د کندهار د ولايتي  شورا غړى حاجي اغا لالى دستګيري او په ولسي جرګه کې د دې ولايت د خلکو استازى عبدالرحيم ايوبي هم  پکې شامل وو، نن دکب په ۲۲مه، ماښام په کندهار پريس کلب کې د احتجاج په توګه راغونډ شوي وو.

 

هغوى د پنجوايي ولسوالۍ په دوو کليو نجيبيانو او الکوزو کې پر دريو کورنو د بهرنيو ځواکونو هغه عمليات په سختو ټکو وغندل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ٢١ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

قومي مشرانو نيوکه کوله، چې د موضوع د څېړنې لپاره پلاوى ټاکل شوى، خو کندهار ته لا تر اوسه نه دى رسېدلى، هغوى له دولت څخه غوښتنه کوله، چې د پېښې رڼه څېړنه دې وشي او عاملينو ته دې د افغان محکمې له لارې سزا ورکړل شي.

 

د پنجوايي ولسوالۍ قومي مشر او د ولايتي شورا غړي حاجي اغا لالي دستګيري په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر پېښې څو ساعته وروسته پنجوايي ولسوالۍ ته لاړ، د پېښې ځاى له نژدې کتلى او خلکو ورته ويلي، چې په پېښه کې يو بهرنى سرتېرى لاس نه لري، بلکې يو پلان شوى کار و.

 

هغه زياته کړه، د سيمې خلک سخت قهرېدلي وو او غوښتل يې لاريونونه وکړي، خو هغوى يې ځکه مخه ونيوله، چې خلکو ته پکې نوره مرګ ژوبله وا نه وړي.

 

د نوموړي په وينا، دا د ولس غوښتنه ده، چې ټاکل شوى پلاوى دې د پېښې رڼه څېړنه وکړي، پايلې دې يې د سيمې له اوسېدونکو سره شريکې کړې او عاملينو ته دې يې د يوې افغاني محکمې له لارې سخته سزا ورکړل شي.

 

د پنجوايي ولسوالۍ يوه بل قومي مشر حاجي خان اکا پژواک اژانس ته وويل، چې بهرنيان يواځې خلکو ته ځان زيان نه اړوي، بلکې تر دې وړاندې يې د ګڼو کلو په باغونو کې لارې ويستلې، ويالې يې ګډې کړي او د خلکو د کلونو کلونو باغونه يې چپه کړي دي.

 

هغه وايي، د پېښې په اړه يې د زنګ اباد د سيمې له خلکو پوښتنې کړي او هغوى ورته ويلي، چې دا يو پلان شوى کار و او ډېرو بهرنيو سرتېرو پکې برخه درلوده.

 

ده زياته کړه: ((دا څنګه کېداى شي، چې سرتېرى دې يوازې د يوه کور په بېلابېلو کوټو کې ١١ تنه ښځې او ماشومان ووژني او بيا دې يې جسدونه په يوه کوټه کې را جمع کړي، بړستنې دې ورباندې واچوي او بيا دې ورته اور واچوي.))

 

د سيد محمد عظيم اغا په نوم د زنګ اباد سيمې يو بل اوسېدونکى وايي، چې د بهرنيو ځواکونو دا خبره د منلو وړ نه ده، چې سرتېرې يې خپل اعصاب له لاسه ورکړي او دا کار يې تر سره کړى دى.

 

د هغه په وينا، که سرتېرى په رښتيا هم لېونى و، نو بيا يې ولې خپل ملګري نه وژل.

 

نوموړى وايي، په سيمه کې مېشت بهرني ځواکونه د ضديت له مخې له خلکو سره چال چلند کوي، تر دې مخکې يې د خلکو باغونه، کروندې، ويالې، ونې او نور له منځه وړي او په هماغه دوام يې دا دى اوس بې دفاع خلک ووژل.

 

هغه له افغان حکومت او نړيوالو څخه د دغه راز پېښو د مخينوي غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې دغه راز پېښې بېله دې، چې خلک نور هم وپارول شي، بله کومه معنا نه لري.

 

د پنجوايي ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي احمد شاه بيا پژواک اژانس ته وويل، چې تر پېښې درې ورځې مخکې د زنګ اباد د بلندي څلور لارې په سيمه کې پر بهرنيانو درنې چاودنې شوې وې او هغوى ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

 

دى وايي، بهرنيو د ملکي خلکو په وژلو سره د همدې پېښې غچ واخيست، هغه د خپلې دغې خبرې د اثبات لپاره وويل: ((د سيمې خلکو ورته ويلي، چې تر چاودنې وروسته په بېس کې مېشتو بهرنيو پوځيانو د سيمې سپين ږيري ورغوښتي او هغوى ته يې ويلي، چې د دې چاودنو غچ به د هغوى له ماشومانو او تور سرو څخه اخلي.))

 

هغه زياته کړه، چې نور ولس د دغه راز پېښو د زغم توان نه لري، د پېښې عاملين دي محاکمه او په راتلونکې کې دې د دغه راز پېښو مخنيوى وشي.

 

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي توندې خبرې وکړې او نيوکه يې وکړه، چې د پنجوايي د پېښې د څېړلو په موخه ټاکل شوى پلاوى تر اوسه کندهار ته نه دى را رسېدلى، په داسې حال کې چې له پېښې څخه تر دېرشو زيات ساعتونه تېر شوي.

 

هغه له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له ادارو او حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې پر حقايقو ولاړه رښتينې څېړنه دې وکړي او دا دې په ډاګه کړي، چې د کوم پلان له مخې بې دفاع ملکي وګړي ووژل شول؟

 

نوموړي زياته کړه: ((مسوولين دې په هر حالت کې خلکو ته د پېښې اړوند رښتينى ځواب ووايي، کنه نو د خلکو اوسنۍ خاموشي به ډېرې خرابې پايلې ولري.))

 

هغه دا هم وويل، چې د کندهار ولسونه تر هغه له امريکا سره د ستراتېژيک تړون د لاسليک ملاتړ نه کوي، تر څو چې خپل سري عمليات، د خلکو عامه وژنه نه وي بنده شوي او په بهرنيانيو پورې تړلې زندانونه حکومت ته نه وي سپارل شوي.

 

د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ پېښې د هېواد په کچه د خلکو او ادارو سخت غبرګونونه را پارولي، چې په دې لړ کې نن د ولسي جرګې دروازه د يوې ورځې لپاره د ياد بريد په غبرګون کې د اعتراض په توګه وتړل شوه.

 

د کندهار ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي هم دغې پېښې سخت دردولي او له حکومت څخه د دغه راز پېښو د مخنيوي غوښتنه کوي.

 

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر او دفاع وزير له ولسمشر حامد کرزي سره په تيلېفوني خبرو کې ويلي، چې د ياد بريد موضوع به جدي څېړې او عدالت به په کې تامينوي.

 

د امريکا د ملي دفاع وزير هم ويلي، چې د بريد عاملينو ته به سزا ورکړل شي.

 

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.