ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کابل نه پنجوايي ته پر تللي پلاوي وسلوال بريد شوى

author avatar
13 Mar 2012 - 12:45
author avatar
13 Mar 2012 - 12:45

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي د کب پر ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن شاوخوا ١٢بجې له مرکز کابل څخه د پنجوايي پېښې د څېړلو په موخه پر راغلي پلاوي وسلوال بريد وشو.

د هغه په وينا، نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پلاوي د قرباني شوو کورنيو له غړو سره ليدنه کوله.

نوموړي وويل، چې په دې پېښه کې يواځې د سيمې يو ملکي وګړى ټپي شوى او نور چا ته زيان نه دى اوښتى.

ايوبي وايي، چې په سيمه کې د وسلوالو طالبانو او پوليسو تر منځ نښته رامنځته شوې او له لږ وخت نښتې وروسته وسلوال وتښتېدل.

په ياد پلاوي کې، چې مشري يې لوى درستيز جنرال شېرمحمد کريمي کوي، د کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت رياست مرستيالان، د ولسمشر کرزي دوه وروڼه، د کندهار والي، د قومونو او قبايلو چارو وزير اسدالله خالد او د کندهار امنيه قوماندان شامل دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د تېرې يکشنبې په ورځ امريکايي ځواکونه د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې پر څو کورونو بريدونه وکړل، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ١٦ عام وګړي و وژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا ولسمشر او دفاع وزير يې د ټيلېفوني اړيکو په ترڅ کې کرزي ته ويلي، چې د يادې پېښې موضوع به په جدي توګه وڅېړي او عدالت به په کې تامين کړي.

د امريکا دفاع وزير ويلي، چې د يادې پېښې عاملين به مجازات شي.

ولسي جرګې هم د يادې پېښې په غبرګون کې تېره ورځ خپله دروازه د يوې ورځې لپاره وتړله.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.