کابل (پژواک ٢٤ کب٩٠): په کابل کې د امريکا سفارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د امريکا د متحدو ايالتونو د دفاع وزير افغانستان ته راغلى دى.
خو سرچينې په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
افغانستان ته د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا سفر په داسې حال کې دى، چې درې ورځې وړاندې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سيمه کې امريکايي ځواکونو ١٦ ملکي کسان په خپلو کورنو کې و وژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.
دغه بريد له کلکو غبرګونونو سره مخ شوى او ولسمشر حامد کرزي يو قصدي او نه بښونکى عمل بللى دى.
امريکايي چارواکو هم دغه بريد زړه بوږنوونکى بللى او ويلي يې دي، چې په اړه به يې جدي پلټنې وکړي او عامل به يې محاکمه کړي.
Visits: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن