ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه د جمال قدير قضيې څېړلو ته پلاوى ټاکي

ولسي جرګه د جمال قدير قضيې څېړلو ته پلاوى ټاکي

author avatar
14 Mar 2012 - 16:27
ولسي جرګه د جمال قدير قضيې څېړلو ته پلاوى ټاکي
author avatar
14 Mar 2012 - 16:27

کابل (پژواک ٢٤ کب ٩٠): ولسي جرګې د ننګرهار د ولايتي شورا د غړي او پخواني مشر جمال قدير د قضيې د څېړلو لپاره د يوه پلاوي په ټاکلو پرېکړه وکړه او د جرګې ځينو غړو د قدير نيونه سياسي هڅه وبلله.

د ولسي جرګې د لومړي مرستيال حاجې ظاهر قدير ورور جمال قدير وړمه ورځ د لويې څارنوالى په حکم د امنيتي ځواکونو له خوا په کابل کې ونيول شو.

 پر جمال قدير، چې لويې څارنوالۍ يې په نيولو کې مرسته کوونکي ته ١٥٠زره افغانۍ انعام هم اعلان کړى و، د ننګرهار يوه سوداګر تور پورې کړى، چې وسلوالو يې پر فابريکې بريد کړى، کارکوونکي يې وهلي او ماشينونه يې ور مات کړي دي.

دغه سوداګر دا هم ويلي، چې يو شمېر وسلوال په دغه ولايت کې له سوداګرو باج هم اخلي.

په ولسي جرګه کې د دايکنډي استازي صادقي زاده نيلي د جرګه په نننۍ عمومي غونډه کې وويل، چې جمال قدير د سياسي موخو لپاره نيول شوى دى.

هغه وويل، چې عدلي او قضايي ارګانونه بايد عدالت تامين کړي او سياسي موخې تعقيب نه کړي.

د ده په وينا، جمال قدير په داسې حال کې نيول شوى، چې په هېواد کې ډېر داسې کسان شته ، چې مشهود جرمونه يې کړي، خو د لويې څارنوالۍ له خوا نه نيول کېږي.

هغه په دې اړه نور معلومات ورنه کړل او زياته يې کړه: ((ستره محکمه او لويه څارنوالي بايد ټولو ته په يوه سترګه وګوري.))

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازې ليلما ولي حکمي هم وويل، چې جمال قدير د سياسي موخو لپاره نيول شوى دى.

هغې زياته کړه، چې د جمال قدير تر نيونې وروسته د جلال اباد په ښار کې امنيتي حالات خراب شوي او ځيني دوکانونه هم تړل شوي، خو هغې ونه ويل چې دغه حالات چا او ولې خراب کړي دي .

په دغې جرګه کې د غزني استازي محمد عارف رحماني هم د جمال قدير نيونه سياسي هڅه وبلله او زياته يې کړه: ((د جمال قدير بې ځايه نيول کېدل د هغه پلار، ورور او د کورنۍ نورو غړو ته سپکاوى دى.))

جمال قدير د ننګرهار د پخواني والي حاجي قدير، چې په موقته دوره کې د ولسمشر حامد کرزي دويم مرستيال او د فوايد عامې وزير و، زوى دى.

حاجي قدير د ١٣٨١کال په وروستيو کې د ناپېژانده وسلوالو له خوا په کابل کې و وژل شو.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې يادو او ځيني نورو وکيلانو وړانديز وکړ، چې د جمال قدير د نيولو د موضوع د څېړلو لپاره بايد جرګه يو پلاوى وټاکي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال او د جمال قدير ورور حاجي ظاهر قدير، چې نننۍ غونده يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، وويل: ((هر هغه څوک چې جمال قدير ته د پلاوي له ټاکلو سره موافق وي، لاسونه دي پورته کړي.))

د جرګې ډېرو وکيلانو لاسونه پورته کړل او د جمال قدير د موضوع د څېړلو لپاره د پلاوي له ټاکلو سره سلا شول.

خو په دغه جرګه کې د کابل استازي رمضان بشردوست د ياد پلاوي له ټاکلو سره جدي مخالفت وکړ.

هغه د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير ته وويل: ((پارلمان ستا ملکيت نه دى، چې د خپلو فاميلي ګټو لپاره ترې استفاده کوې.))

بشردوست ټينګار کاوه، چې تر دې وروسته ولسي جرګه بايد هرې دوسيې ته پلاوى وټاکي، ترڅو عدالت د ټولو لپاره تامين شي.

خو ظاهر قدير يې په ځواب کې وويل: ((څه چې د ولسي جرګې پرېکړه وي، موږ په کې بل څه نه شو ويلى، بشردوست صاحب!))

همداراز د عدليې وزير حبيب الله غالب نن د قضائيه قوې د جوړښت او د محکمو د صلاحيت د قانون طرحه، په ٩ فصلونو او ١١٠ مادو کې د تصويب په موخه ولسي جرګې ته وړاندې کړه.

د عدليي وزير وويل، چې تر دې وړاندې د درېيو واړو قواوو د واکونو په برخه کې يوه قانون شتون درلود.

د هغه په وينا، د دې لپاره چې د اساسي قانون له مخې د قضاييه قوې واکونه بايد محدود نه وي، دغه طرحه جوړه شوه.

د قانون مسوده د ولسي جرګې تر تصويب وروسته د تاييد په موخه مشرانو جرګې ته ځي او د ولسمشر تر توشيح وروسته د قانون بڼه غوره کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.