ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې يوه ښوونکي و وژل شوه

په بغلان کې يوه ښوونکي و وژل شوه

author avatar
14 Mar 2012 - 15:46
په بغلان کې يوه ښوونکي و وژل شوه
author avatar
14 Mar 2012 - 15:46

پلخمري (پژواک ۲۴ کب ٩٠): يوې ښوونکې، چې تېره شپه د خپل ورور له خوا په چاقو وهل شوې او ټپي وه، نن يې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په روغتون کې ساه ورکړه.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد کمين نن (د کب ٢٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ د بورې فابرېکې ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وينا، د مرکزي بغلان د نوې لېسې يوې ښوونکې سيما، د چاقو په وسيله تر ټپي کېدو وروسته د دې ولسوالۍ په روغتون کې ساه ورکړه.

کمين زياته کړه، چې د دوى لومړنۍ څېړنې ښيي، چې دا ښوونکې د خپل ورور له خوا په چاقو وهل شوې ده، نوموړى تر اوسه نه دى نيول شوى، خو د دوى پلټنې روانې دي.

د بغلان د پوهنې رييس سيد منصور پژواک ته وويل، چې سيما په خپل کور کې د چاقو په وسيله ټپي شوې وه.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ د روغتون د جراحۍ څانګې مسؤول ډاکتر خليل نرمگوی پژواک ته وويل، چې دوى تر خپله وسه خپلې لومړنۍ هڅې وکړې، خو د ډېرو ټپونو له امله ونه توانېدل ټپي وژغوري.

هغه څرګنده کړه، چې د دې ښوونکې مړۍ يې کورنۍ ته وسپارل شو.

د بغلان د ښځو د چارو رياست چارواکي په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي خبر ورکوي.

د بغلان د ښځو د چارو رييسې رحيمې ظريفي د دې پېښې د غندنې ترڅنګ پژواک ته وويل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په اړه په روان کال کې ١٨٧پېښې ثبت شوې، چې د تېر کال په پرتله، چې ١٥٠ پېښې وې، ٢٤ سلنه زياتوالى ښيي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې مياشتې مخکې هم په ياده ولسوالۍ کې يوه بله ښځينه ښوونکې د درېيو ناپېژانده کسانو له خوا د څو ورځو لپاره تښتول شوې وه، چې بېرته بيا راخوشې شوه.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.