ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې پلاوى: د پنجوايي بريد ډله ييز او پلان شوى عمل و

د ولسي جرګې پلاوى: د پنجوايي بريد ډله ييز او پلان شوى عمل و

author avatar
15 Mar 2012 - 15:35
د ولسي جرګې پلاوى: د پنجوايي بريد ډله ييز او پلان شوى عمل و
author avatar
15 Mar 2012 - 15:35

کندهار ښار (پژواک ٢٥ کب ٩٠): د پنجوايي د پېښې د څېړلو په موخه د ولسي جرګې راغلى پلاوى وايي، چې د دې پېښې عامل يو نه، بلکې تر شلو پورې سرتېري دي او که عاملين يې په افغانستان کې محاکمه نه شي، هغوى به يې اشغالګر ځواکونه وګڼي.

کندهار ته د ولسي او مشرانو جرګې په راغلي پلاوي کې، چې مشري يې د پکتيکا استازى سيد اسحق ګيلاني کوي، د کندهار د خلکو استازي، حميدزى لالى، عبدالرحيم ايوبي، شکېبا هاشمي، ملا سيدمحمد اخند، بسم الله افغانمل، د بدخشان استازى عبداللطيف پدرام، د خوست استازى ميربات منګل، د فراه استازى محمد سرور عثماني او نور شامل دي.

 ياد شوي پلاوي، چې دوه ورځې يې په کندهار کې تېرې کړې، په پنجوايي ولسوالۍ کې د پېښې سيمه له نږدې کتلې، د سيمې د قومي مشرانو ترڅنګ يې د پېښې له ټپيانو سره هم خبرې کړې او په دې اړه يې شواهد او اسناد راغونډ کړي دي.

 د پلاوي په استازيتوب په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي حميدزي لالي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې د خپلو پلټنو په پايله کې ورته ثابته شوې، چې د پنجوايي د پېښې عامل يو سرتېرى نه، بلکې له ١٥ تر ٢٠ پورې بهرني سرتېري دي.

 هغه زياته کړه: ((د خپل سفر په لومړۍ ورځ سيمې ته ولاړو، د پېښې ځاى مو له نږدې وکوت، هلته مو له هغو کسانو سره وليدل، چې په پېښه کې يې د خپلو کورنيو غړي له لاسه ورکړي وو، د پېښې له ټپيانو سره مو خبرې وکړې او دغه راز د سيمې له نورو اوسېدونکو، سپين ږيرو او قومي مشرانو سره مو هم وليدل.))

 د نوموړي په وينا، په ترسره شويو پلټنو کې څرګنده شوه، چې د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد سيمې له بلندي بېس څخه د يکشنې په شپه دوه نيمې بجې دوې ډلې بهرني سرتېري راوتلي او تر درېيو بجو يې دغه عمل ترسره کړى دى

 ده وويل: ((دواړه کلي له بېس څخه د يونيم کيلومتر په واټن پراته دي، چې په هېڅ توګه يو تن په دومره کم وخت کې دغه کار نه شي ترسره کولاى، دغو دواړو ګروپونه په دواړو کليو کې ١٦ تنه وژلي او ٥ يې ټپيان کړي، چې ډېره برخه يې ښځې او ماشومان جوړوي.))

 هغه دا رد کړه، چې ګواکې دا د يوه بهرني سرتېري کار دى، بلکې دا يې يو ډله ييز پلان شوى کار وباله.

 حميدزى وايي، چې له ملګرو ملتونو، نړيوالې ټولنې او افغان حکومت څخه يې غوښتي دي، چې د پېښې عاملين دې په افغانستان کې دننه محاکمه شي، چې دا په خپله د خلکو او د قربانيانو د کورنيو غوښتنه هم ده.

 خو نوموړي وويل: ((بدبختانه، نن سهار مو خبر ترلاسه کړ، چې بهرنى تورن سرتېرى کويټ هېواد ته انتقال شوى، چې دا د اساسي قانون او نړيوالو اصولو خلاف خبره ده؛ ځکه جرم په افغانستان کې شوى او سزا په بهرني هېواد کې ورکول کېږي.))

 د ده په خبره، د ولسي جرګې پلاوي له خلکو سره د ليدنو کتنو پر مهال هغوى ته ډاډ ورکړى، چې که يې غوښتنې و نه منل شوې، نو په ولسي جرګه کې به د ٢٠٠١ زېږديز کال د هغه پرېکړه ليک لاسليک کوونکي افشا کړي، چې د څو پيسو په مقابل کې يې بهرنيو سرتېرو ته په هېواد کې د عملياتو او زندانونو جوړولو اجازه ورکړې ده.

 دى وايي: ((په دې توګه به د بهرنيانو ترڅنګ هغه کسان هم محاکمه شي، چې له امريکايانو سره يې دغه پرېکړه ليک لاسليک کړى دى.))

 نوموړي ټينګا ورکړ، چې ولسي جرګه به تر هغې ارامه نه کېني، تر څو د بې ګناه خلکو قاتلين په افغانستان کې دننه نه وي محاکمه شوي.

 هغه وويل: ((که نړيواله ټولنه دې ته حاضره نه شي، چې د پنجوايي د پېښې عاملين په افغانستان کې محاکمه کړي، نو ولسي جرګه به هغوى ته د روسانو په څېر د اشغالګرو ځواکونو خطاب وکړي.))

 د ده په وينا، په هغه صورت کې بيا له امريکا سره ستراتېژيک تړون هم نه غواړي او پر خلکو به غږ وکړي، چې د بهرنيو پر ضد سړکونو او بازارونو ته راووځي.

 د پلاوي بل غړي او په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي محمد سرور عثماني هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، چې د پنجوايي پېښه يو ډله ييز پلان شوى کار وو.

 د هغه په خبره، د کندهار هوايي ډګر په نظامي روغتون کې يې د پنجوايي د پېښې له ټپيانو سره ليدلي، چې دوه يې د کوما په حالت کې او درې نورو يې خبرې کولى شوې.

 دى وايي، ټپيانو هم يو بهرنى سرتېرى ليدلى و، چې پر هغوى يې ډزې کړې، خو نورو سرتېرو يې امنيت نيولى وو، چې ټول د دغه جرم شريکان ګڼل کېږي.

 د ده په خبره، ايساف ځکه د دې پېښې عامل يو تن ياد کړى، چې غواړي په دې توګه ځان ته برائت ورکړي.

 عثماني زياتوي، چې د خپلو څېړنو پايله به ولسي جرګې ته وړاندې کوي او په اړه به يې ولسمشر، چې د ټولو قوو مشري پر غاړه لري پرېکړه کوي.

 د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د پېښې د څېړلو په موخه حکومتي پلاوى هم د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز جنرال شېر محمد کريمي په مشرۍ، چې په کې د کورنيو چارو وزارت ملي امنيت رياست معينان او نور په کې شامل وو، دغه ولايت ته راغلي وو، چې تر اوسه يې د خپلو څېړنو پايله نه ده اعلان کړې.

 د تېرې يکشنبې په ورځ امريکايي ځواکونو د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې پر څو کورونو بريدونه وکړل، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ١٦ عام وګړي و وژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.

 دغې پېښې په نړيواله کچه د بېلابېلو دولتونو او ادارو غبرګونونه را پارولي او دا يې يوه لويه غمېزه ګڼلې ده.

 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.