لښکرګاه (پژواک ٢٥ کب ٩٠): چارواکي وايي، چې د هلمند د ملي امنيت كار كوونكو د يوې كورنۍ ۱۱ غړي له تښتوونكو وژغورل او تښتوونکي يې هم نيولي دي.
د هلمند د والي وياند داوود احمدي د كب په ۲۵مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د يوې كورنۍ ١١ غړي، يوې اته كسيزې انسان تښتوونکې ډلي څو ورځې مخکې د واشېر ولسوالۍ د ښوراب له سيمې تښتولي وو.
د هغه په وينا، تښتوونكو د يادې كورنۍ غړي د واشېر ولسوالۍ د لر سيمې ته بيولي وو او په يوه كور كې يې ساتل، چې د ملي امنيت كاركوونكو كشف او له د هغوى له بنده يې راخلاص کړل.
نوموړي وويل، چې يادې ډلې د تښتول شوو له كورنيو د خوشي كېدو په بدل كې د يو ميليون او درې سوه زره پاكستانيو كالدارو غوښتنه كړې وه.
د ده په خبره، په تښتول شوو كې دوه ښځې او نهه ماشومان وو، چې د هغوى د تښتولو پر مهال يې شاوخوا يو ميليون پاكستانۍ كالدارې هم د دوى له كور څخه وړې وې.
د والي وياند زياته كړه، چې د دغې ډلې مشر مېرزا محمد نومېږي او اوه نور ملګري لري، چې پخوا يې هم په ګرشك ولسوالۍ او نورو سيمو كې دا ډول كړنې ترسره كړې دي.
احمدي وايي، چې د ملي امنيت كاركوونكو پر ياد كور د عملياتو پر مهال پنځه عرادې موټر، دوه موټرسايكلونه، دوه ميله كلاشينكوفونه، يو ميل تومانچه، ګڼ شمېر ټيلېفونونه او سيمكارټونه او د تښتونې وسايل هم ترلاسه كړي دي.
نوموړي وويل: ((دا تښتوونكي په اصل كې د غور ولايت اوسېدونكي دي، چې ډېرۍ وخت يې د انسان تښونو د پېښو ترڅنګ د هرات – كندهار پر لويه لار له مسافرو غلا کوله، چې په نيولو سره به يې ډېرې امنيتي ستونزې هوارې شي.))
د يادې كورنۍ يوه لس كلن ماشوم پژواک اژانس ته وويل، چې تښتوونکو هغه وخت دوى وتښتول، چې په كور كې يې مشران څوك نه وو.
نوموړي له دولتي چارواكو غوښتنه وكړه، چې تښتوونكو ته سخته سزا وركړي او د دوى له كور څخه وړل شوي پيسې بېرته ترې واخلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن