ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه وسلوال طالبان ووژل شول

دوه وسلوال طالبان ووژل شول

author avatar
17 Mar 2012 - 14:41
دوه وسلوال طالبان ووژل شول
author avatar
17 Mar 2012 - 14:41

ميمنه (پژواک ٢٧ کب ٩٠): د فارياب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي، درې نور ونيول شول او يو ملکي وګړى ټپي دى.

د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير نن (د کب ٢٧مه) پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې د امريکايي ځواکونو دغه عمليات تېره شپه د دې ولسوالۍ د غارتپې په سيمه کې ترسره شول.

هغه وويل، چې په نيول شوو کې يو طالب سرګروپ هم شامل دى او دوه نور طالبان وژل شوي دي.

ولسوال زياته کړه، چې په دې پېښه کې يوه ٢٠ کلنه نجلۍ ټپي شوې ده.

سرچينې پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې دغه شمېره ورته د سيمې د خلکو له خوا ورکړل شوې، خو تر دغه مهاله يې د امنيتي مسؤولينو شمېره نه ده ترلاسه کړې.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې شپږ ميله کلاشينکوفونه او يو ميل راکټ انداز هم د بهرنيو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

هغه په دغو عملياتو کې د امريکايي ځواکونو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه ناخبري وښوده.

خو د پښتونکوټ ولسوال د ظلم آباد کلي يوې ښځې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل، چې د دوى د کلي په يوه واده کې څو وسلوالو طالبانو ګډون کړى وو او بهرني ځواکونه د موضوع له خبرېدو سره واده ته راغلل او په خلکو يې ډزې وکړې.

هغې وويل: ((طالبان چا نه وو راغوښتي، موږ خبر نه وو، په پټه راغلي وو.))

هغې په داسې حال کې، چې د دغو بهرنيو سرتېرو د محاکمې غوښتنه يې کوله ، وويل، چې د هغوى په ډزو کې د دې يونيم کلن ماشوم وژل شوى او يوه ځوانه لور يې ټپي شوې ده.

هغې ونه ويل، چې د بهرنيو ځواکونو په ډزو کې څومره طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فارياب امنيتي چارواکي له دغو عملياتو او په هغو کې له مرګ ژوبلې څخه ناخبري ښيي.

خو په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې د فارياب ولايت په شيرين تګاب ولسوالۍ کې د ايساف په عملياتو کې درې وسلوال وژل شوي دي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملياتو کې يوه افغانه ښځه ټپي شوې، چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.