ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ: نميبيا سره د لوبې لپاره مو ځانګړى پلان جوړ کړى

کرکټ بورډ: نميبيا سره د لوبې لپاره مو ځانګړى پلان جوړ کړى

author avatar
21 Mar 2012 - 17:19
کرکټ بورډ: نميبيا سره د لوبې لپاره مو ځانګړى پلان جوړ کړى
author avatar
21 Mar 2012 - 17:19

کابل (پژواک ٢ ورى ٩١): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې نميبيا د کرکټ پياوړې لوبډله لري، خو دوى ورسره د سبانۍ لوبې لپاره ځانګړى پلان جوړ کړى دى.

د ۲۰۱۲ کال د کرکټ د نړيوالو شل اوريزې اتلولۍ سياليو د غوراوي سياليو په لړ کې، چې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي، د افغانستان او نميبيا لوبډلو په خپلو ګروپونو کې اووه واړو لوبو ګټلو سره لومړي مقامونه خپل کړي دي.

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د دغو سياليو د ګروپي سياليو له پاى ته رسېدو وروسته اعلان وکړ، چې په دويمه مرحله کې لومړۍ نيمه پاى لوبه د افغانستان او نميبيا لوبډلو ترمنځ سبا تر غرمې وروسته ترسره کېږي.

سرچينې زياته کړې، چې د دې لوبې ګټونکې لوبډله به د روانو سياليو پاى لوبې او نړيوال جام ته لاره پيدا کوي؛ خو له ماتې سره مخ کېدونکې لوبډلې ته بل چانس هم ورکول کېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د الف ګروپ دويم د ب ګروپ له درېيم او د ب ګروپ دويم د الف ګروپ له درېيم سره لوبه کوي، د دوى ګټونکې لوبډلې به بيا په خپلو کې لوبه کوي او ګټونکې به يې د لومړي مقام لرونکو له لوبې څخه ناکامې شوې ډلې سره لوبه کوي او د دې لوبې ګټونکې لوبډله به نړيوال جام او پاى لوبې ته لاره پيدا کوي.

د افغانستان او نميبيا ترمنځ لومړۍ نيمه پاى لوبه سبا له غرمې وروسته په ځايي وخت دوه نيمو بجو د دوبۍ په نړيوال لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي، چې نميبيا د کرکټ پياوړې لوبډله لري؛ خو دوى ورسره د سبانۍ لوبې لپاره ځانګړى پلان جوړ کړى دى.

د کرکټ بورډ اجرايوي رييس نسيم الله دانش چې اوس په دوبۍ کې دى، د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملي لوبډلې نن په دوبۍ کې ښه تمرينات ترسره کړل.

د هغه په وينا، د لوبې روزونکي کبيرخان ملي لوبغاړي د نميبيا د لوبغاړو له کمزوريو څخه خبر کړل او د دوى خپلې پخوانۍ غلطيانې يې هم ورپه ګوته کړې.

د کرکټ بورډ د لوبغاړو د وړتياوو لوړولو د څانګې مسوول بشير ستانکزى وايي، چې د نميبيا په لوبډله کې پياوړي لوبغاړي شتون لري او دغې لوبډلې په خپل ګروپ کې له خپل ځان څخه پياوړو لوبډلو ته ماتې ورکړې ده.

خو هغه پژواک اژانس ته وويل، د افغانستان په اړه ښه خبر دادى چې ملي لوبډلې له دې سياليو مخکې په يوه دوستانه لوبه کې نميبيا ته ماتې ورکړې، چې په دې سره د ملي لوبډلې مورال لوړ دى.

د ستانکزي په وينا، د افغانستان بالنګ (توپ اچونه) تر هغوى ښه ده او ملي لوبډله به هڅه کوي، چې نميبيا پرېنږدې چې پر وړاندې يې ډېرې منډې جوړې کړي.

نوموړي زياته کړه: ((د لوبډلې روزونکي، کپتان او لوبغاړو نميبيا سره د دې سيالۍ لپاره يو قوي پلان جوړ کړى او د همدې پلان له مخې به ميدان ته وردانګي.))

د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی کبيرخان وايي، له نميبيا سره لوبه يواځې د لوبډلې لپاره نه، بلکې د افغانستان لپاره مهمه او تاريخې لوبه ده او د افغانستان کرکت لپاره ځانګړی اهميت لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، که څه هم چې د ملي لوبډلې د توپ وهنې او توپ اچونې په برخو کې پخوا ځينې ستونزې وې؛ خو د ده له راتګ سره تر ډېره بريده دا ستونزې هوارې شوې او لوبډله خورا پياوړې شوې ده.

نوموړی وايي: ((د روانو سياليو له پيله موږ يوې لوبډلې ته هم په کمه سترګه نه دي کتلي او ټولې مو مهمې ګڼلې دي؛ موږ هڅه کوو، چې سبا ته هم لوبغاړي ښه لوبه وکړي او د ۲۰۱۲ کال نړيوالو شل اوريز جام ته لاره پيدا کړو.))

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل وايي، چې د دوى لپاره هره لوبه د پاى لوبې حيثيت لري، ځکه دوى تراوسه ټولې لوبې په همدې موخه ګټلې دي.

نوروز زياتوي: ((سبانۍ لوبې لپاره هم په يوې پياوړې افغاني روحيې سره لوبغالي ته وردانګو، موږ د خپلو خلکو ملاتړ او دعاګانې له ځان سره لرو او هڅه به وکړو د خپل کړېدلي ولس هيلو او ارمانونو ته ځان ورسوو.))

نوروز منګل په هېواد کې دننه او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له مېشتو افغانانو وغوښتل، چې د سبانۍ لوبې پر مهال د خپلې لوبډلې لپاره زياتې دعاګانې وکړي.

هغه په امارتو کې له مېشتو افغانانو وغوښتل، چې د نورو لوبو په څېر دغې تاريخې لوبې ته هم راشي او خپله لوبډله وهڅوي.

سلاکار وزير او د کرکټ بورډ مرستيال شهزاده مسعود چې په دغه سفر کې د لوبډلې ملتيا کوي، هم وايي چې ملي لوبډلې اوس تر پخوا پياوړې شوې او هيله يې څرګنده کړه، چې هېوادوالو ته به نړيوال جام ته د لار موندو زېرى ورکړي.

بل خوا د کرکټ يو شمېر څارونکي وايي، چې د افغانستان د ملي لوبډلې تله په سبانۍ لوبه کې پر نميبيا درنه ده.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى او کپتان رييس احمدزى وايي، چې نميبيا پياوړې لوبډله ده او په دې وروستيو کې يې لوبغاړي د سوېلي افريقې په کلبونو کې لوبېدلي او ښې تجربې يې ترلاسه کړې دي.

هغه وايي چې د افغانستان لوبډلې بېټنګ او بالېنګ تر نميبيا ښه دى او هيله يې څرګنده کړه، چې ملي لوبډله به سبا ښه لوبه وکړي.

د کرکټ يوه افغان ريفري او د دې لوبې څارونکى ضراب شاه ظهير هم وايي، چې د افريقايي هېواد نميبيا لوبډله چې په ٢٠٠٩ کال کې افغانستان ورته ماتې ورکړې وه، اوس پياوړې شوې ده.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې په ګروپي سياليو کې د اووه لوبو ګټلو سره دې ملي لوبډله نه مغروره کېږي او د سبانۍ لوبې لپاره دې په يوه قوي پلان سره ميدان ته ورودانګي.

د لوبې مجلې د مسوول مدير رحيم ګل څاروان په اند، سبانۍ لوبه ډېره مهمه ده او که افغانستان په کې بريالى شي، نو خپلې موخې ته رسېږي.

هغه وايي، نميبيا او افغانستان دواړه پياوړې لوبډلې دي او هغه لوبډله چې د سبانۍ لوبې په ټولو برخو کې ښه لوبه وکړه، نو بريا يې په برخه کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې که افغان توپ وهونکي ښې منډې جوړې کړي، نو توپ اچوونکي يې کولى شي د نميبيا د منډو جوړولو مخه ونيسي.

د يادونې وړ ده، چې دوه کاله مخکې افغانستان او ايرلينډ د غوراوي له سياليو څخه په ويسټ انډيز کې د شل اوريز نړيوال جام ته لاره موندلې وه.

په همدې لوبو کې افغانستان له هندوستان او سوېلي افريقې سره لوبه کړې وه، لوبې يې ښې وکړې؛ خو له ناکامۍ سره مخ شوې ده.

د ٢٠١٢ زېږديز کال د شل اوريز کرکټ د نړيوال جام سيالۍ په سريلانکا کې ترسره کېږي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.