کابل (پژواک ٣ورى ، ٩١): د ناټو په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف)ديوه سرتېري په وژل کېدو سره په افغانستان کې د روان زيږديز کال په اوږدو کې د يادو ځواکونو د وژل شويو سرتېرو شمېره ٨٤تنو ته ورسېده.
په هغه خبرپاڼه کې ، چې نن ( د وري په ٣مه) د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته رارسېدلې، راغلي،چې د يادو ځواکونو يو غړى د هېواد په سوېل کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.
په خبرپاڼه کې د ياد سرتېري د هويت او د پېښې د ځاى په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د هېواد په سوېل کې ډيرى امريکايي سرتېري مېشت دي.
د ايساف د انټرنټي صفحې ( کژوليتي ) له مخې، د زيږديز کال له پيل راهيسې تراوسه د يادوځواکونو ٨٤سرتېري په هېواد کې د بېلابېلو پېښو له امله وژل شوي دي.
تېرکال په افغانستان کې د ايساف ځواکونو ٥٥٦سرتېري وژل شوي و.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن