ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان  د پوليسو د ورکو معاشونو له جملې څخه څلور ميليونه افغانۍ پيدا شوې

د نورستان د پوليسو د ورکو معاشونو له جملې څخه څلور ميليونه افغانۍ پيدا شوې

author avatar
22 Mar 2012 - 17:36
د نورستان  د پوليسو د ورکو معاشونو له جملې څخه څلور ميليونه افغانۍ پيدا شوې
author avatar
22 Mar 2012 - 17:36

جلال اباد (پژواک،٣ ورى  ٩١):د نورستان والي وايي،چې د تېر زېږديز کال د لومړۍ ربعې د پوليسو د    ورکو معاشونو له جملې څخه يې څلور ميليونه افغانۍ پيدا کړي.

د نورستان والي تميم نورستاني پژواک خبري اژانس ته وويل،چې ددې معاشونو  د پيدا کولو په موخه يې پلاوى ټاکلى او  پلاوي ته يې دنده سپارلې،چې خپلې څېړنې ژر تر ژره بشپړې او هغه خلک ونيسي ، چې ددغو پېسو په غلا کولو کې لاس لري.

نورستاني سره له دې، چې والي د ورکو شويو پيسو کره شمېره  ونه ښوده ،خو زياته يې کړه،چې ددغه ولايت د پوليسو د ١٣٩٠ کال د حمل،ثور او جوزا مياشتو معاشونه بې درکه شوي دي.

خو والي وويل،چې د نورستان مرکز پارون ته رسېدلى پلاوى  د امنيه قوماندان په مشرۍ پر دې توانيدلى، چې نن( د ورى ٣مه ) له ورکو پيسو څخه څلور ميليونه افغانۍ پيدا کړي.

د نورستان امنيه قوماندان جنرال غلام الله پژواک  ته وويل،چې د کب د مياشتې په شلمه نېټه يې رسماً د کورنيو چارو وزارت له دغې ستونزې خبر کړى دى.

هغه زياته کړه،چې دى د مرغومي په ٢١مه دغه ولايت ته د امنيه قوماندان په توګه تللى دى.

دده په وينا ، کله يې چې غوښتل سرتېرو ته د ژمي معاشونه ورکړي،معلومات يې ترلاسه کړل،چې د پوليسو د پسرلنۍ ربعې لس ميليونه افغانۍ معاش ورک شوى دى.

امنيه قوماندان وويل: ((د پوليسو د معاشونو نغدي معتمد شمس الله ، چې د تنخوا ويشنې دنده پر غاړه لري،ناروغ دى، خو دى پرې شک کوي ، چې  قصداًً يې ځان په ليونتوب وهلى.))

جنرال غلام الله وويل، پارون ته د الوتکو پروازونه، نه کيږي،څو د قوماندانۍ معتمد کورنيو چارو وزارت ته وليږدوي،درملنه يې وشي او د ورکو پيسو په اړه ترې پوښتنه وشي.

امنيه قوماندان وايي، چې د شمس الله په کوټه کې يې د څلور ميليونه افغانيو يو چک موندلى، چې پيسې يې پرې راوېستلې دي.

له بلې خوا په پارون کې د پوليسو د چټک غبرګون يوه ډلګي مشر عبدالبصير وويل،چې د وخت چارواکيو ورته د معاش د نه ورکولو دليل په نورستان کې د سلګونو پوليسو له دندو لرې کېدل او کمول ښودلي و.

هغه وايي ،څو څو ځله يې کورنيو چارو وزارت ته شکايتونه کړي،خو چا يې غږ نه و اورېدلى او د نورستان امنيه قوماندانۍ ورته ويلي،چې هغو پوليسو ته، چې معاش نه دى ورکړل شوى، رسماً له دندو لرې شوي دي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ ځينې رسنيو د نورستان سناتور حافظ عبدالقيوم له خولې راپور ورکړى و ، چي ددغه ولايت پنځه سوه پوليسو ته پنځه مياشتې معاش نه دى ورکړل شوى.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.