ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې يوځل بيا واورې ښوېيدنې ٢٢ تنه مړه کړل

په بدخشان کې يوځل بيا واورې ښوېيدنې ٢٢ تنه مړه کړل

author avatar
22 Mar 2012 - 12:05
په بدخشان کې يوځل بيا واورې ښوېيدنې ٢٢ تنه مړه کړل
author avatar
22 Mar 2012 - 12:05

فیض آباد (پژواک ۳ ورى۹۱): د بدخشان ولايت په واخان او شهيدانو ولسواليو کې د واورې د ښوېيدو له امله د ښځو اوماشومانو په ګډون ٢٢ تنه مړه شول.

 د بدخشان ولايت له پېښو سره دمبارزې رئيس ثناءالله امیري نن ( د وري په درېيمه) پژواک خبري آژانس ته وويل چې دغه برفکوچونه پرون ورځ او تېره شپه په دې ولسواليو کې را غلي دي.

 دده په خبره، لومړني رپوټونه ښيي، چې د برفکوچ په پايله کې د واخان ولسوالۍ د ارک په سيمه کې  ښځو اوماشومانو په ګډون٢١ تنه وژل شوي دي.

 د واخان ولسوال سيد فيروز له پژواک سره په مرکه کې دغه پېښه تاييد کړه.

 هغه زياته کړه چې تراوسه ٢١ تنه مړه شوي، خو د ښوېيدلې واورې تر بشپړې پاکونې وړاندې ،ددې پېښې د ټپيانو د شمېرې په اړه معلومات نشي ورکولى.

 سيد فيروز وويل چې واوره زياته وه او دهغې بشپړه پاکونه وخت ته اړتيا لري.

 د يوه بل خبر له مخې ، د بدخشان ولايت دشهيدانو په ولسوالۍ کې د واورې ښوېيدو له امله يو شپون مړشوى او شاوخوا سل څاروي هم له مينځه تللي دي.

 د شهيدانو ولسوال عبدالمعروف خیرخواه پژواک ته وويل چې دا واوره ښوېيدنه تېره ورځ هغه وخت را منځ ته شوه ، چې شپنو څاروي د څرلو په موخه بيولي و .

 ده زياته  کړه چې يو ټيم دپېښې ځاى ته استول شوى، تر څو له نږدې څخه پېښه وڅاري.

 څلور ورځې وړاندې هم د شهيدانو په ولسوالۍ کې دواورې ښوېيدو له امله يو تن مړ او اوه تنه نور ټپيان شوي و، چې سل څاروي هم په کې له منځه تللي وو.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.