ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې شاوخوا ٦٥ ښوونځي تړل شوي

په غزني کې شاوخوا ٦٥ ښوونځي تړل شوي

author avatar
22 Mar 2012 - 17:26
په غزني کې شاوخوا ٦٥ ښوونځي تړل شوي
author avatar
22 Mar 2012 - 17:26

غزني ښار (پژواک ٣ ورى ٩۱): د غزني د پوهنې چارواكي وايي، چې په دغه ولايت كې اوس مهال د امنيتي ستونزو له امله  شاوخوا ۶۵ ښوونځي تړلي دي.

د غزني د پوهنې رييس احسان الله ناشر نن (د وري ٣ مه) پژواك خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مركه كې وويل، چې د غزني په زنخان، ناوه، رشيدان، ګيرو او يو شمېر نورو سيمو كې له ۶۵ څخه تر۷۰ پورې ښوونځي د زده كوونكو پر مخ تړلي دي.

نوموړي زياته کړه: ((دا هغه ښوونځي دي، چې يا هم له جوړيدو وروسته نه دي خلاص شوي  اويا هم خلاص وو،خو د ناامنيو له امله بېرته تړل شوي دي.))

د هغه په وينا، دا يوه لويه ستونزه ده او كه چېرته هواره نه شي، د دغو ولسواليو زيات شمېر ماشومان او ځوانان به له زده کړو بې برخې شي.

ده وويل، چې د تړل شويو ښوونځيو پرانېستل د دوى په وس کې نه ده او په دې برخه کې بايد قومي مشران، ديني علما او افغان امنيتي ځواکونه مرسته وکړي.

د غزني د ولايتي شورا غړى او د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکى جمعه خان تره كى هم وايي، چې د تېرو څو كلونو ناامنيو له امله د ناوې ولسوالۍ په زرګونو ماشومان او ځوانان له زده كړو بې برخې دي.

نوموړي پژواك اژانس ته وويل، چې دغه حالت اوس هم روان دى او ګڼ شمېر ځوانان او ماشومان نالوستي لويېږي.

جمعه خان وايي، چې په دې ولسوالۍ کې څلور ښوونځي شته، خو ودانۍ او ښوونکي نه لري او غيرفعال دي.

د هغه په وينا، له بلې خوا وسلوال مخالفين هم د عصري زده کړو پر وړاندې خنډ ګرځيدلي  او خلک نه پرېږدي، چې ښوونځيو ته لاړ شي.

د زنخان ولسوالۍ، چې د غزني مرکز شمال ته په دېرش كيلومترۍ كي پرته ده، له مرکز پرته يې ډېرى سيمې د وسلوالو طالبانو تر ولکې لاندې دي او له همدې امله د دغې ولسوالۍ په ډېرو برخو کې ښوونځي او زده کوونکي له ګواښونو سره مخ دي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکى محمد خان پژواک اژانس ته وويل، چې وسلوال طالبان ښوونکي ګواښي، چې ښوونځيو ته لاړ نه شي او د دولت تنخاګانې وانخلي.

د هغه په وينا، اوس خلك هم د امنيتي ستونزو له امله نه غواړي، چې خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي.

دى وايي، چې كله وسلوالو طالبانو د يادې ولسوالۍ د پوهنې مدير مولوي دين محمد په ۱۳۸۷لمريزكال كې وواژه، له هغه وروسته د دوى په سيمه کې د پوهنې چارې ټولې په ټپه ودرېدې.

د غزني د ګيرو ولسوالۍ ۱۲ كلن زده کوونکى عبدالبصير ، چې اوس په غزني ښار كې خير ټولوي پژواک اژانس ته وويل، چې پلار يې نشته او زده کړې يې په سيمه کې د ښوونځي د نشتوالي له امله پاتې شوې.

د هغه په وينا، د غزني ښار ته د پيسو د پيدا کولو لپاره راغلى دى.

ده وويل: ((په كلي كې مې يو څو ورځې ښوونځى وويلو، خو وروسته وتړل شو ، بيا مې مور زه ښار ته راوليږلم ، چې پيسې وګټم.))

 عبدالبصير وايي، چې كله ماشومان ګوري ، چې ښوونځيو ته روان وي، ډېر زړه يې کيږي، چې کاشکې ده هم په خپله سيمه کې ښوونځى درلودى.

د غزني د پوهنې رياست د چارواكو په وينا، اوس مهال په غزني كې څه باندې شپږ سوه ښوونځي فعال دي، چې له دري نيم سوو زرو څخه زيات زده كوونكي په كې زده كړې كوي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.