ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې عمليات پيل شوي دي

author avatar
22 Mar 2012 - 15:36
author avatar
22 Mar 2012 - 15:36

غزني ښار (پژواك ۳ ورى ۹۱): د غزني امنيتي چارواكي وايي، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې يې د دې ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې عمليات پيل کړي، چې تردې مهاله يې نهه وسلوال او يو شمېر مهمات نيولي دي.

د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال داود شاه وفادار نن (د وري ٣ مه) په غزني کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه عمليات يې د غزني ولايت په اتلسو ولسواليو کې پيل کړي، چې موخه يې د وسلوالو مخالفينو ځپل او د هغوى د مرکزونو له منځه وړل دي.

د ده په خبره، دغه عمليات د افغان ځواکونو له لوري ترسره کيږي ، چې بهرني ځواکونه يې ملاتړ کوي .

د هغه په وينا، د عملياتو له پيل کيدو مخکې يې له وسلوالو مخالفينو غوښتي، چې له وسلوالې مبارزې لاس واخلي او له دولت سره يو ځاى شي.

نوموړي وويل، چې د يادو شويو عمليات پرمهال د غزني په خواجه عمري، اجرستان او اندړو ولسواليو کې نهه وسلوال مخالفين، ٥ عرادې موټر، ٢ موټرسايکلونه او ٣٠ کړۍ ماينونه ترلاسه شوي دي.

جنرال داودشاه زياته کړه: ((په نېول شويو موټرو کې هغه دوه رېنجر موټر هم شامل دي، چې څه موده مخکې طالبانو له افغان امنيتي ځواکونو څخه تښتولي وو.))

د ده په خبره، دغه عمليات به تر هغه دوام وکړي، ترڅو د غزني لرې پرتې سيمې د وسلوالو مخالفينو له شتون څخه پاکې شي.

د غزني د ملي امنيت رييس سيدامير شاه بيا وايي، چې که سږکال  وسلوال مخالفين جګړو ته ادامه ورکړي، د هغوى لپاره به ډېر خونړى وي.

د ده په وينا، دوى يادو عملياتو ته پوره تيارى لري او د غزني ډېرى سيمې، چې تېر کلونه د وسلوالو مخالفينو په لاس کې وې، د وسلوالو له شتون څخه به يې پاکې کړي.

خو د غزني ولايت اوسېدونکي د يادو عملياتو له پيل کيدو اندېښمن دي او وايي چې په دې عملياتو کې بايد د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره کلک تدابير ولري.

د غزني د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي دلدار خان پژواک اژانس  ته وويل، چې په تېرو څو ځلو عملياتو کې، چې په غزني کې ترسره شول، په کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله  اوښتې ده .

نوموړي وويل: ((عمليات ښه دي، چې د وسلوالو پر ضد ترسره شي، خو هر وخت په کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، چارواکي بايد دې ستونزې ته ډېر پام وکړي.))

د هغه په وينا، نه يواځې د افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا د عملياتو پرمهال ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوړي، بلکې د وسلوالو طالبانو لخوا هم د عملياتو پر مهال په لويو لارو کې ماينونه ځاى پر ځاى کيږي، چې قربانيان يې ډېر وخت ملکي خلک وي.

خو د اندړو ولسوالۍ اوسېدونكى خان محمد بيا وايي، چې دا عمليات به ډېراغېزمن نه وي، ځكه چې د عملياتو له پيل څخه مخکې امنيتي چارواکي د عملياتو خبر ورکوي او وسلوال له سيمو تښتي.

هغه وايي: ((كله چې مخالفين د عملياتو په اړه له راډيوګانو څخه خبر شي، نو دوى له سيمې وځي او يا هم خپلې وسلې پټو ځايونو کې خوندي كوي، خو له عملياتو وروسته بېرته راګرځي.))

د يادونې وړ ده، چې د غزني د ناوې ولسوالۍ اوس هم د وسلوالو طالبانو په واک کې ده او هلته دولتي حاکميت نشته

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.