پلخمري ( پژواک ٤ ورى ٩١ ) : ايساف ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې درې وسلوال مخالفين وژلي دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د وري په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې ځواکونو يې تېره شپه د بغلان ولايت په بغلان جديد ولسوالۍ کې عمليات کړي دي.
سرچينې زياته کړې، چې ددې عملياتو پر مهال يې له هوا څخه يو طالب په نښه کړى او وژلى، چې په سيمه کې د ماينونو په جوړولو او ځاى پر ځاى کولو کې يې لاس درلود.
ايساف ويلي، چې په دې بريد کې يو ماين خښوونکى وژل شوى او بل يې ټپي شوى دى.
د بغلان جديد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد کمين پژواک اژانس ته وويل،چې دا عمليات تېره شپه په دوو بجو د ولسوالۍ د غلام خېل په سيمه کې ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې د طالبانو د يوه مهم قوماندان ورور وژل شوى او يو بل تن ټپي شوى دى.
بلخوا ايساف ځواکونو تېره شپه د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې هم عمليات ترسره کړي دي.
د سروبي ولسوالۍ يوه قومي مشر ،چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله،پژواک اژانس ته وويل چې دا عمليات د اوزبين سيمې د برګاز په سيمه کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې ،چې په دې عملياتو کې دوه طالب سرګروپان وژل شوي او د زاخېل په نامه يو بل تن ټپي شوى دى.
ايساف او وسلوالو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن