ميمنه (پژواک ٧ ورى ٩١): د فارياب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د افغان کومانډو او د ايتلاف هوايي ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي، دوه ټپي او دوه نور نيول شوي دي.
د شاهين ٢٠٩نمبر قول اردو د لومړۍ لوا وياند جګړن محمدرضا نن (د وري ٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه د پښتونکوټ ولسوالۍ د غارتپې په سيمه کې ترسره شول.
هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې پنځه ميله کلاشينکوفونه او دوه پايې مخابرې هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
هغه وويل، چې ګډو ځواکونو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير له يادو عملياتو د بې خبرۍ ترڅنګ پژواک ته وويل: ((ښايي له موږ سره له کومې همغږۍ پرته ياد عمليات ترسره شوي وي، خو موږ په دې اړه معلومات نه لرو.))
طالب وياند قاري يوسف احمدي له پژواک سره د يوې ټيلېفوني اړيکې په ترڅ کې په غارتپه کې د عملياتو په اړه بې خبري وښوده.
دغه عمليات په داسې حال کې ترسره شوي، چې يوه اونۍ وړاندې د پښتونکوټ ولسوالۍ د ظلم اباد په کلي کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې هم درې طالبان او يو ملکي وګړى ټپي شوى و.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن