ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه ماشومان د تېزابو د پاشلو له امله ووژل شول

دوه ماشومان د تېزابو د پاشلو له امله ووژل شول

author avatar
31 Mar 2012 - 08:59
دوه ماشومان د تېزابو د پاشلو له امله ووژل شول
author avatar
31 Mar 2012 - 08:59

غزني ښار(پژواک ١٢ ورى ۹۱): چارواکي وايي،چې په غزني کې دوه ماشومان د تېزابو د پاشلو له امله وژل شوي او مړي يې د ملي اردو ځواکونو لخوا موندل شوي دي.

د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي د وري پر ١٢ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د غزني ولايت اړوند د اندړو ولسوالۍ د ناني په سيمه کې د دغو ماشومانو مړي موندل شوي دي.

د هغه په وينا، وژل شوي ماشومان يو هلک او يوه نجلۍ دي او ښکاري ،چې هلک لس کلن او نجلۍ اته کلنه وه، چې پر مخونو يې تېزاب پاشل شوي او دواړه ځاى پر ځاى وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((په سيمه کې د ملي اردو سرتېري پر ګزمه بوخت وو، چې دغه وژل شوي ماشومان يې وموندل او وروسته يې په سيمه کې خلکو ته وسپارل.))

د ده په خبره،تراوسه د وژل شويو ماشومانو هويت نه دى څرګند، خو په اړه يې پلټنې روانې دي، چې د کوم ځاى دي او چا وژلي دي.

د والي مرستيال زياتوي، چې په دې تور تراوسه څوک نه دي نېول شوي، خو پوليسو يې په اړه   جدي پلټنې پيل کړې دي.

د غزني د عامې روغتيا رياست وياند صفي الله هم د دې پېښې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې دوه ماشومان د غزني روغتون ته راوړل شوي، چې پر مخونو يې تېزاب پاشل شوي وو او د همدې له امله وژل شوي دي.

د هغه په وينا، روغتون ته ياد ماشومان د اندړو ولسوالۍ د ناني سيمې د اوسېدونکو لخوا ور وړل شوي او پر مخونو يې د تېزابو د پاشلو له امله پېژندګلوي نه کيږي.

د اندړو ولسوالۍ د ناني د سيمې اوسېدونکي عيدمحمد، چي دغه جسدونه يې په خپل موټر کې روغتون ته وړي وو، پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته وژل شوي ماشومان د ملي اردو ځواکونو لخوا ورسپارل شول، چې روغتون ته يې يوسي.

ده زياته کړه: ((ماپه خپله هغه ځاى وليده،چې دغه ماشومان په کې وژل شوي وو، د دوى د جسدونو ترڅنګ د تېزابو دوه وړې بوشکې هم پرتې وې، خوا ته يې د انسان د پښو او د موټر د ټايرونو نښې هم ښکارېدې.))

د دې پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، چې په ٢٠٠٨ زيږديز کال کې د کندهار د ميرويس مېنې د لېسې د ١٥ نجونو پر مخونو هغه مهال د ناپېژاندو کسانو لخوا تېزاب وپاشل شول، چې د ښوونځي پر لور روانې وې، خو په دې پېښه کې څوک ونه وژل شول.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.