ښرنه (پژواک ١۲ ورى ٩١): په پکتيکا ولايت کې مېشت د ملي اردو ځواکونه وايي، چې په تېرو دوولسو ورځو کې يې په دغه ولايت کې د عملياتو پر مهال ٣٣ وسلوالو طالبان وژلي دي.
په پکتيکا ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو اړوند د دويمې لوا قوماندان جنرال زمري پژواک اژانس ته وويل،چې دغه عمليات د نوي (١٣٩١لمريز) له پيليدو سره سم له نورو افغان ځواکونو سره يو ځاى په دغه ولايت کې پيل شوي و او تېره ورځ پاى ته ورسېدل.
د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې د پکتيکا په بېلابېلو ولسواليو کې ٣٣ وسلوال طالبان ووژل شول، پنځه ژوندي نېول شوي اوګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په وژل شويو وسلوالو طالبانو کې ګڼ شمېر پاکستانيان و، چې له ډېورنډ کرښې څخه د راوښتو پر مهال په نښه او وژل شوي دي.
جنرال زمري وويل: ((د عملياتو پر مهال ديارلس کړۍ ماينونه هم زموږ ځواکونو شنډ کړل او همدارنګه په دغو عملياتو کې هېڅ ملکي وګړي او افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.))
هغه وايي، چې که څه هم ياد عمليات افغان ځواکونو په خپله ترسره کړي، خو په ځينو وختونو کې بهرنيو ځواکونو هم د هوايي بريدونو په برخه کې ورسره مرسته کړې ده.
خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا دغه ادعا ردوي او وايي، چې په پکتيکا کې د عملياتو پر مهال وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يادونې ده، چې د يادو عملياتو له پيل کېدو دوه اونۍ مخکې په پکتيکا ولايت کې د هېواد په کچه په لومړي ځل د ملي اردو يوه توپچي قطعه ځاى پر ځاى او خپل تمرينات يې ترسره کړل.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن