جلال اباد (پژواک ١٣ ورى ٩١): د ننګرهار د سپين غر ولسوالۍ ولسوال انجنير شکرالله درانى له چاودنې روغ وتلى، خو څو تنه پوليس يې ټپي شوي دي.
انجنير شکرالله دراني د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د دغې ولسوالۍ د شډل سيمې څخه د کوکنارو اړونې له کمپاينه بېرته ولسوالۍ ته روان و، چې پر موټرو يې چاودنه وشوه.
د هغه په وينا، د چاودنې پر مهال دى د پېښې له ځايه مخکې تېر شوى و، خو ورپسې د پوليسو پر موټر چاودنه وشوه، چې درې ملي پوليس په کې ټپيان شول.
انجنير شکرالله وويل، چې د ټپي پوليسو روغتيا حالت د ډاډ وړ دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په سپين غر ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله شپږ پوليس وژل شوي دي.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې هم د دغه ولايت په پچيراګام ولسوالۍ کې د کوکنارو پر کمپاين د چاودنې له امله اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Visits: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن