ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوولس وسلوال مخالفين ووژل شول

يوولس وسلوال مخالفين ووژل شول

author avatar
1 Apr 2012 - 11:14
يوولس وسلوال مخالفين ووژل شول
author avatar
1 Apr 2012 - 11:14

کابل ښار (پژواک ١٣ ورى ٩١): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په يو شمېر ولايتونو کې د ملي پوليسو په عملياتو کې د دولت ١١ وسلوال مخالفين وژل شوي او ١٣ نور نيول شوي دي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د وري ١٣مه) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې دغه شمېر مخالفين په کابل، کندوز، کندهار، هلمند، نيمروز، اروزګان، ميدان وردګ، غزني، خوست او پکتيا ولايتونو کې د ملي پوليسو په ١٥ عملياتو کې وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په همکارۍ ترسره شوي او په ترڅ کې يې يو بل مخالف ټپي شوى، نيم ټُن نشه يي توکي، يو اندازه سپکه او درنه وسله او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ملي پوليسو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٨ کړۍ ډول ډول ماينونه د کاپيسا، کندوز، بلخ، کندهار، هرات او هلمند ولايتونو له مربوطاتو څخه، چې د دولت د وسلوالو مخالفينو لخوا د ورانکارو کړنو لپاره ځاى پر ځاى شوي و، کشف او شنډ کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د کابل د ١٠١ اسمايي زون پوليسو تېره ورځ د کابل ښار په مربوطاتو کې د موټرو د غلا او ټپي کولو په ګډون د جنايي جرمونو په تور اوه تنه نيولي دي.

د يادونې ده، د کورنيو چارو وزارت درې ورځې مخکې په يو شمېر ولايتونو کې د ملي پوليسو په عملياتو کې د دولت د ٣٥ وسلوالو مخالفينو د وژلو او ١٢ نورو د نيولو خبر ورکړى وو.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.