ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې پنځه کاله مخکې تړل شوى ښوونځى بېرته فعال شو

په هلمند کې پنځه کاله مخکې تړل شوى ښوونځى بېرته فعال شو

author avatar
2 Apr 2012 - 15:25
په هلمند کې پنځه کاله مخکې تړل شوى ښوونځى بېرته فعال شو
author avatar
2 Apr 2012 - 15:25

لښکرګاه (پژواک ١٤ ورى ٩١): چارواکي وايي، چې د هلمند په ناوې ولسوالۍ كې د نا امنيو له امله پنځه كاله مخکې تړل شوى ښوونځى بېرته د زده كوونكو پر مخ پرانېستل شو.

د هلمند د ناوې ولسوال عبدالمناف خان د وري پر ۱۴مه پژواك اژانس ته وويل، چې دغه ښوونځى د ناوې په سرخدوز سيمه كې پنځه كاله مخکې د نا امنيو له امله تړل شوى و، چې تېره ورځ د سيمې د قومي مشرانو او ټولنيزې شورا په مرسته بېرته پرانېستل شو.

د هغه په وينا، دغه منځني ښوونځي ته دغه مهال شاوخوا درې سوه زده كوونكي جذب شوي او د ښوونكو د ګومارلو لپاره يې له پوهنې رياست څخه مرسته غوښتې ده.

نوموړي زياته کړه، چې تر دغه مهاله يې د ياد ښوونځي سلو زده كوونكو ته كتابونه او درسي مواد هم برابر كړي دي.

ولسوال زياتوي، چې د ښوونځي د ودانۍ ډېره برخه د وسلوالو طالبانو لخوا ويجاړه شوې او د بيارغولو په موخه يې په سيمه کې له امريكايي سمندري ځواكونو مرسته غوښتې ده.

نوموړي وويل: ((په ناوې ولسوالۍ كې د پوهنې په برخه كې د امنيت ستونزې هوارې شوي، خو دغه مهال له څوارلسو ښوونځيو څخه يواځې شپږ يې ودانۍ لري او د پاتې ښوونځيو زده كوونكي د ودانيو د نه شتون له امله ګڼې ستونزې لري.))

خو د هلمند د پوهنې رياست مرستيال محمدولي سرحدي پژواک اژانس ته وويل، چې ښوونځى پرانېستل شوى، خو تر دې دمه يواځې سل زده کوونکي ورته راجذب شوي دي.

د هغه په وينا، د ياد ښوونځي د زده کوونکو لپاره هڅه کوي، چې ډېر ژر ورته مسلکي ښوونکي ور ولېږي.

د ده په خبره، دغه ښوونځى د سيمې د خلكو په بيا بيا غوښتنو او د ولسوالۍ د چارواكو او د سيمې د شورا په هلوځلو فعال شوى دى.

خو د هلمند د والي وياند داوود احمدي هم وايي، چې د ناوې د سرخدوز ښوونځى شاوخوا اته كاله  مخکې تړل شوى و او تېره ورځ د زده كوونكو پر مخ بېرته پرانېستل شو.

د سرخدوز د سيمې اوسېدونكي صفت الله د ټېلېفون پر كرښه پژواك اژانس ته وويل، چې دغه ښوونځى د دوى د سيمې د خلكو په غوښتنه او مرسته پرانېستل شو، خو اوس د امكاناتو او ښوونكو د ستونزې د هوارۍ غوښتنه كوي.

د هلمند د پوهنې رياست چارواكي وايي، چې اوس مهال په مركز لښكرګاه او ولسواليو كې ۱۶۸ ښوونځي پرانېستي، خو ۱۷۳ نور ښوونځي تړلي دي، چې ۱۳۰زره هلکان او نجونې په كې زده كړې كوي او تر ۷۰ زره ډېر ځوانان او ماشومان اوس هم له زده كړو بې برخې دي.

د چارواكو په خبره، په نوي ښوونيز كال کې به ۷۰نور تړلي ښوونځي هم پرانېستل شي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.