کابل (پژواک ١٦ ورى ٩١): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت، په کابل ښار کې د تېلو د بيو د لوړېدو د مخنيوي په موخه له روسيې څخه پنځه زره ټنه پټرول پېرلي او په يوه مياشت کې به راولېږدول شي.
دغه څرګندونې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکيو د تصدۍ مشرانجنير فريد شېرزي د وري په ١٦ مه پژواک خبري اژانس ته وکړې .
د سرچينې د څرګندونو له مخې،د يادو شويو تېلو د پېر تړون درې ورځې مخکې دافغان او روسي چارواکيو ترمنځ لاسليک شوى دى .
هغه زياته کړه : (( د دې لپاره چې په کابل ښار کې د تېلو بيې مناسبې وي او موږ هم خلکو ته خدمت کړى وي ، دغه تېل د ښار د تېلو پر ټانک لرونکيو د يو لړ شرايطو له مخې وېشو. ))
د سرچينې د څرګندونو له مخې،د تېلو ټانکونه به دغه تېل په هغه بيه پلوري، چې په بازار کې د تېلو بيو ته په کتو سره د تصدۍ لخوا ورته ټاکل کيږي.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت شاوخوا دوه نيمې مياشتې مخکې لس زره ټنه ډيزل هم له روسيې څخه پېرلي او هېواد ته يې رالېږدولي دي .
شيرزي وويل چې دغه تصدۍ په زېرمو کې په کافي اندازه پټرول او ډيزل لري، چې د کابل ښار د شلو دولتي ټانکونو له لارې يو لېتر ډيزل په ٦٢ او يو لېتر پټرول په ٦٤ افغانۍ پلوري .
هغه وويل چې دوى په کابل ښار کې د نادولتي ټانکونو لپاره د يو لېتر پټرولو بيه ٦٥ افغانۍ او د يو لېتر ډېزلو بيه ٦٣ افغانۍ ټاکلې ده .
نن د کابل ښار د شمالي سراى او بره کي د څلور لارو په نادولتي ټانکونو کې ډيزل او پټرول له ټاکلې بيې سره سم پلورل کېدل .
خو نن د کابل ښار د بني حصار سيمې د تېلو په نادولتي ټانک کې يو لېتر پټرول په ٦٤ افغانۍ او يو لېتر ډيزل په ٦٢ افغانۍ پلورل کېدل .
د نفتي توکيو تصدۍ د معلوماتو له مخې، په کابل ښار کې د ورځې پنځه سوه ټنه ډېزلو او پټرولو ته اړتيا ده.
ددې تصدۍ مشر وايي،چې کېداى شي د افغانستان دولت د دې لپاره ، چې د هېواد په بازارونو کې د تېلو بيه مناسبه وساتي ، په نږدې راتلونکي کې له روسيې ، ترکمنستان او ايران څخه نور تېل هم وپېري .
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن