ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له روسيې څخه پنځه زره ټنه تېل وپېرل

افغانستان له روسيې څخه پنځه زره ټنه تېل وپېرل

author avatar
4 Apr 2012 - 14:35
افغانستان له روسيې څخه پنځه زره ټنه تېل وپېرل
author avatar
4 Apr 2012 - 14:35

کابل (پژواک ١٦ ورى ٩١): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت، په کابل ښار کې د تېلو د بيو د لوړېدو د مخنيوي په موخه له روسيې څخه پنځه زره ټنه پټرول پېرلي او په يوه مياشت کې به راولېږدول شي.

دغه څرګندونې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکيو د تصدۍ مشرانجنير فريد شېرزي د وري په ١٦ مه  پژواک خبري اژانس ته وکړې .

د سرچينې د څرګندونو له مخې،د يادو شويو تېلو د پېر تړون درې ورځې مخکې دافغان او روسي چارواکيو ترمنځ لاسليک شوى دى .

هغه زياته کړه : (( د دې لپاره چې په کابل ښار کې د تېلو بيې مناسبې وي او موږ هم خلکو ته خدمت کړى وي ، دغه تېل د ښار د تېلو پر ټانک لرونکيو د يو لړ شرايطو له مخې وېشو. ))

د سرچينې د څرګندونو له مخې،د تېلو ټانکونه به دغه تېل په هغه بيه پلوري، چې په بازار کې د تېلو بيو ته په کتو سره  د تصدۍ لخوا  ورته ټاکل کيږي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت شاوخوا دوه نيمې مياشتې  مخکې لس زره ټنه ډيزل هم له روسيې څخه پېرلي او هېواد ته يې رالېږدولي دي .

شيرزي وويل چې دغه تصدۍ په زېرمو کې په کافي اندازه پټرول او ډيزل لري، چې د کابل ښار د شلو دولتي ټانکونو له لارې يو لېتر ډيزل په ٦٢ او يو لېتر پټرول په ٦٤ افغانۍ  پلوري .

هغه وويل چې دوى په کابل ښار کې د نادولتي ټانکونو لپاره د يو لېتر پټرولو بيه  ٦٥ افغانۍ او د يو لېتر ډېزلو بيه  ٦٣ افغانۍ ټاکلې ده .

نن د کابل ښار د شمالي سراى او بره کي د څلور لارو  په نادولتي ټانکونو کې ډيزل او پټرول له ټاکلې بيې سره سم پلورل کېدل .

خو نن د کابل  ښار د بني حصار سيمې د تېلو په نادولتي ټانک کې يو لېتر پټرول په ٦٤ افغانۍ او يو لېتر ډيزل په ٦٢ افغانۍ پلورل کېدل .

 د نفتي توکيو تصدۍ  د معلوماتو له مخې، په کابل ښار کې د ورځې پنځه سوه ټنه ډېزلو او پټرولو ته اړتيا ده.

ددې تصدۍ مشر وايي،چې کېداى شي د افغانستان دولت د دې لپاره ، چې د هېواد په بازارونو کې د تېلو بيه مناسبه وساتي ، په نږدې راتلونکي کې له روسيې ، ترکمنستان او ايران څخه نور تېل هم وپېري .

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.