د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په يوه ترافيکي پېښه کې پنځه پوليس مړه شول

په يوه ترافيکي پېښه کې پنځه پوليس مړه شول

Apr 04, 2012 - 15:07

ميمنه (پژواک ١٦ ورى ٩١): د فارياب د امنيه قوماندانۍ د نظامي څارنوالۍ د مرستيال په ګډون پنځه پوليس په يوه ترافيکي پېښه کې مړه او يو بل پوليس ټپي شو.

د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ ګورزاد کوتل ته نږدې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د فارياب د امنيه قوماندانۍ د نظامي څارنوال د مرستيال سمونوال عنايت الله په ګډون پنځه پوليس مړه او يو بل ټپي دى.

عبدالله زياته کړه، چې ټپي پوليس د دې ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او ډاکترانو يې روغتيايي وضعيت ښه بللى دى.

خو د فارياب ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال بريالي پرواني پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې په دې پېښه کې د سمونوال عنايت الله نبرد په ګډون درې پوليس مړه او يو بل ټپي دى.

سرچينې زياته کړه، چې د نظامي څارنوالۍ مرستيال د دندې لپاره اندخوى ولسوالۍ ته روان وو، چې دغه پېښه د چلوونکي د ګړندي تګ له امله رامنځته شوه.

 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement