ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان تېر کال د ډبرو سکرو له لارې ٤٢،٩ ميليون ډالره عايد درلود

افغانستان تېر کال د ډبرو سکرو له لارې ٤٢،٩ ميليون ډالره عايد درلود

author avatar
5 Apr 2012 - 13:09
افغانستان تېر کال د ډبرو سکرو له لارې ٤٢،٩ ميليون ډالره عايد درلود
author avatar
5 Apr 2012 - 13:09

کابل (پژواک١٧ ورى ٩١): تېر کال د افغانستان دولت د ډبرو سکرو له لارې ٤٢،٩ ميليون امريکايي ډالره عايد درلود. چې د وړم کال په پرتله ٨٨ سلنه زياتوالى ښيي.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې،‌ په بغلان، باميانو او سمنګان ولايتونو کې د ډبرو سکرو له کانونو څخه استخراج کېږي.

د کانونو وزارت وياند جواد عمر د وري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دولت په ١٣٨٩ کال کې له يادو کانونو څخه ٢٢،٨ ميليونه امريکايي ډالر عايد درلود.

د ډبرو سکرو له کانونو څخه استخراج د کانونو وزارت اړوند د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ له خوا ترسره کېږي.

د دې تصدۍ مشر انجنير عبدالخالق تصميم وايي، چې تېر کال له يادو کانونو څخه شاوخوا يو ميليون او ٤٢٣ زره ټنه د ډبرو سکاره استخراج شوي دي.

دى زياتوي، تېر کال په يادو کانونو کې تر ټولو ډېر استخراج د باميانو له کانونو څخه شوى دى.

د هغه په وينا، په ١٣٨٩کال کې له يادو کانونو څخه د ډبرو سکرو د استخراج کچه څه باندې ٧٥٢ زره ټنه وه.

تصميم وايي، د وړم کال په پرتله تېر کال پاکستان ته له افغانستان څخه د ډبرو سکرو صادرات زيات شوي وو او دغه کار په افغانستان کې د ډبرو سکرو د ډېر توليد او عايد لامل شوى دى.

هغه زياته کړه: ((تېر کال زموږ د پلورل شوو سکرو شاوخوا ٦٠ سلنه پاکستان ته صادر شوي، چې دا په خپله يوه ستره تقاضا وه او زموږ د توليد او عوايدو کچه يې هم لوړه کړه.))

د ترلاسه شوو شمېرو له مخې، د وړم او تېر کال د پلورل شوو ډبرو سکرو په کچه کې ٨٩ سلنه زياتوالى ښيي.

تصميم په دې اړه، چې ولې د وړم او تېر کال د پلورل شوو ډبرو سکرو او عوايدو په کچه کې يو سلنه توپير شتون لري، وويل، چې تېر کال د وړم کال په پرتله هغه سکاره ډېر پلورل شوي چې بيه يې ټيټه ده.

د ده په وينا، دوه ډوله د ډبرو سکاره له يادو کانونو څخه ترلاسه کېږي، يو ډول ټن په ٢١٠٠ افغانۍ او بل ډول يې په ١٥٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په ١٣٨٩کال کې د پلورل شوو ډبرو سکرو له کچې څخه ١٨زره او ٣٤٩ ټنه، في ټن په ٢١٠٠ افغانۍ پلورل شوي وو، په داسې حال کې چې په ١٣٩٠ کال کې د پلورل شوو سکرو له کچې څخه ١٦ زره او ٩٢٣ ټنه، في ټن په ٢١٠٠ افغانيو پلورل شوي وو.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ په ١٣٨٦کال کې ٢٥٧٠ ټنه، په ١٣٨٧ کال کې ٣٤٦٩ ټنه او په ١٣٨٨ کال کې څه باندې پنځه زره ټنه د ډبرو سکاره استخراج کړي وو.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د باميانو، بغلان او سمنګانو ولايتونو ترڅنګ په بدخشان او هرات ولايتونو کې هم د ډبرو د سکرو کانونه شتون لري، خو تر اوسه استخراج شوي نه دي.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.