کابل (پژواک ١٧ ورى ٩١): د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو د درېيو سرتېرو د وژل کېدو او ٦ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ملي اردو سرتېرو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې اوښتې ده.
خو په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې ياد سرتېري په کومو ولايتونو او په څه ډول پېښو کې وژل شوي دي.
سرچينې دغه راز ويلي، چې د ملي اردو ځواکونو په بېلابېلو سيمو کې ٣٤ کړۍ ماينونه، سلګونه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن