ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا اوسېدونکي د بې کيفيته درملو د پلور مخنيوى غواړي

د پکتيکا اوسېدونکي د بې کيفيته درملو د پلور مخنيوى غواړي

author avatar
5 Apr 2012 - 11:57
د پکتيکا اوسېدونکي د بې کيفيته درملو د پلور مخنيوى غواړي
author avatar
5 Apr 2012 - 11:57

ښرنه (پژواک ١٧ ورى ٩١): د پکتيکا اوسېدونکي په دغه ولايت کې د بې کيفيته درملو له پلور څخه سر ټکوي او له دولت څخه يې د مخنيوي غوښتنه کوي.

د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، چې پکتيکا يو سرحدي ولايت دى او له ګاونډي هېواد پاکستان څخه ورته ډېر بې کيفيته درمل په قاچاقي ډول راځي، خو مخنيوى يې نه کېږي.

د پکتيکا د مرکز ښرنې اوسېدونکي محمدعمر پژواک اژانس ته وويل، چې په ښرنه کې په ډېرو درملتونونو کې بې کيفيته درمل پلورل کېږي او هېڅوک يې مخنيوى نه کوي.

د هغه په وينا، د دې ډول درملو له امله د خلکو ډېرې پيسې مصرفېږي؛ ځکه چې بې کيفيته درمل ناروغ ته ګټه نه رسوي او ناروغي يې نوره هم خطرناکه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((دغه ډول درمل ډېر وخت د واڼه له لارې له پاکستان څخه راځي او په پاکستان کې په ډېره ټيټه بيه پيداکېږي.))

عمر وايي، چې که افغان دولت يې په پوله مخنيوى نه شي کولاى، په درملتونونو کې خو دې يې د پلور مخه ونيسي.

د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکي هم له دغې ستونزې سر ټکوي او وايي، چې د بې کيفيته درملو له خوړو وروسته ناروغان پاکستان ته وړل کېږي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي شېراغا پژواک اژانس ته وويل، چې په اورګون کې يو شمېر ناروغان د بې کيفيته درملو د خوړو له امله مري او يا يې هم ناروغي زياتېږي.

د ده په خبره، دولت په دې برخه کې تر اوسه هېڅ نه دي کړي او پر درملتونونو هېڅ کنټرول نه لري.

د پکتيکا د خيرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکى خيال ګل هم وايي، چې د دوى په سيمه کې د بې کيفيته درملو پلور يوه عادي موضوع ده او هېڅوک يې پوښتنه نه کوي.

نوموړى زياتوي: ((د درملو سوداګر هر وخت خپلې ګټې ته ګوري، او داسې درمل راوړي، چې ګټه يې په کې ډېره وي او کيفيت نه لري.))

د پکتيکا د دوکاندارانو د ټولنې مشر ګلزاده حميدي هم پژواک اژانس ته وويل، چې په پکتيکا کې بې کيفيته درمل پلورل کېږي او خلکو ته يې ډېر زيان رسېږي.

نوموړي زياته کړه: ((څو ځلې مو چارواکي پرې خبر کړي دي، خو چا مو غږ نه دى اورېدلى او سترګې پرې پټوي.))

د ده په وينا، دولت بايد هغه درملتونونه، چې بې کيفيته درمل پلوري، وتړي کنه خلک به له نورو ګڼو ستونزو سره مخ شي.

د ښرنې د جامع جومات ملا امام بيا د دغه ډول درملو پلورل ناروا عمل بولي او وايي، چې د دغه درملو سوداګر، پلورونکي او هغه مسوولې ادارې چې مخه يې نه نيسي، ټول په ګناه کې شريک دي.

د نوموړي په خبره، بې کيفيته درمل د انسان ژوند او ټولنې ته ضرر رسوي او بايد مخه يې ونيول شي.

‎په پکتيکا کې د خصوصي سکټور مشر ډاکتر شاه ولي پژواک اژانس ته وويل، چې د عامې روغتيا رياست د درملو ټولو سوداګرو ته د هغو کمپنيو لېست ورکړى، چې په نړۍ کې منل شوې او ښې کمپنۍ دي.

د هغه په وينا، دغو سوداګرو ته دا هم ويل شوي، چې که له دې پرته د نورو کمپنيو درمل راوړي، نو ضبطېږي، خو بيا هم يو شمېر سوداګر داسې درمل راوړي، چې کيفيت يې خراب وي.

ده وويل: ((يوه لويه ستونزه دا هم ده، چې په ګمرکونو کې د درملو د چک او معاينه کولو ماشينونه نشته، چې د درملو کيفيت پرې وکتل شي او مخنيوى يې وشي.))

د پکتيکا د عامې روغتيا د رياست چارواکي هم دا مني، چې د پکتيکا په يو شمېر سيمو کې بې کيفيته درمل پلورل کېږي.

د پکتيکا د عامې روغتيا چارو رييس ډاکتر ولي ګل پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د بې کيفيته درملو د مخنيوي لپاره په هرو درېيو مياشتو کې څو ځلې عمليات ترسره کوي.

د هغه په وينا، دوى تر اوسه د درملو د معاينه کولو لپاره کوم ماشين نه لري او له همدې امله د بې کيفيته درملو په پېژندګلوى کې ډېر برلاسي نه دي.

پکتيکا د ګاونډي هېواد پاکستان د بلوچستان ايالت له يو شمېر سيمو او له شمالي او جنوبي وزيرستان سره اوږده پوله لري او ډېرى وخت سوداګر خپل مالونه له بېلابېلو قاچاقي لارو څخه پکتيکا ته راوړي.

Visits: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.